د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۵

د کرکت نړیوال جام سیالۍ؛ سریلانکا له افغان لوبډلې سیالي وګټله


د افغانستان او سریلانکا د کرکټ سیالیو یو انځور
د افغانستان او سریلانکا د کرکټ سیالیو یو انځور

د افغانستان او سریلانکا د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ د نړیوال شل اووریز جام د لوبو په لړۍ کې سیالي د سریلانکا په بریا سره پای ته ورسېده.

افغانستان سریلانکا ته د ۱۴۵ منډو هدف وټاکه او د سریلانکا لوبډله په نولسم اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره دې هدف ته ورسېده.

افغان لوبډلې مخکې له دې په نړیوال جام کې انګلستان ته هم لوبه وبایلله او له نیوزیلنډ او ایرلنډ سره یې د باران له کبله لوبې لغو شوې.

افغان لوبډله د جمعې په ورځ له کوربه استرالیا سره هم لوبه کوي، خو په نړیوال جام کې د پاتې کېدو هیله یې تقریباً له منځه تللې.

XS
SM
MD
LG