د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۵

د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ انګلستان نیمه پایلوبې ته ووت


د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې ځینې لوبغاړي
د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې ځینې لوبغاړي

د کرکټ په نړیوال جام کې انګلستان نیمه پایلوبې ته ووت.

د سیډني د کرکټ لوبغالي کې انګلستان نن یو مهم بری خپل کړ.

سریلانکا ته چې د اسیا اتله لوبډله وه انګلستان د څلورو ویکټو په توپیر ماته ورکړه.

په نننۍ لوبه کې سریلانکا لومړی توپوهنه یا بېټنګ وکړ په شلو اورونو کې یې ۱۴۱ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې انګلستان د شپږو لوبغاړو په سوځېدو په شلم اوور کې ځان هدف ته ورسوه.

د انګلستان ورو بالر عادل رشید چې ټوله لوبه د سریلانکا د پيلیز لوبغاړي پاتوم نیسانکا په سوځولو د خپل ټیم په ګټه راتاو کړه د لوبې غوره لوبغاړی شو.

د دې لوبې ګټل د انګلستان لپاره ځکه مهم وو چې د نړیوال جام په ګروپي دور کې یې د کوربه استرالیا سره نمرې یو برابر وې، خو د اوسط او ښو امتیازونو په خاطر یو مقام ترې پورته راغی.

تر انګلستان مخکې له لومړي ګروپه نیوزیلنډ نیمه پایلوبې ته لار پيدا کړې وه او دا دی د انګلستان په نننۍ بریا له لومړي ګروپه د نیمه پایلوبې دویم ټيم هم معلوم شو.

د نیوزیلنډ کرکټ ملي لوبډلې دوه لوبغاړي د لوبې پرمهال
د نیوزیلنډ کرکټ ملي لوبډلې دوه لوبغاړي د لوبې پرمهال

نیوزیلنډ او انګلستان به اوس د دویم ګروپ د نیمه پایلوبې لوبونکو ټیمونو ته په تمه وي.

سبا یکشنبه په بي ګروپ کې درې مهمې لوبې کېږي.

هند چې د جدول په سر کې دی له زمبابوې سره مخ دی.

پاکستان له بنګله دېش سره لوبه لري او جنوبي افریقا هم له هالنډ سره مخ کېږي.

که هند خپله لوبه وګټي راساً نیمه پایلوبې ته وځي.

د هند او بنګله دېش کرکټ لوبډلو ترمنځ د لوبې یو انځور
د هند او بنګله دېش کرکټ لوبډلو ترمنځ د لوبې یو انځور

جنوبي افریقا هم د لوبې په ګټلو سره نیمه پایلوبې ته تلی شي.

د پاکستان لپاره نیمه پایلوبې ته د وتلو لپاره نه یواځې دا چې خپله لوبه باید وګټي او شپږ نمرې ترلاسه کړي بلکې دې ته هم باید انتظار وباسي چې یا هند لوبه وبایلي یا جنوبي افریقا.

افغانستان چې په اول ګروپ کې و خپل سفر پرون جمعه د کوربه استرالیا پر وړاندې په ماتې پای ته ورسوه.

افغان ټيم که څه هم د مخکې تګ چانس نه درلود، خو له دې چې استرالیا ترې په ډېر کم تفاوت لوبه وګټله د اسټرالیا د مخکې تګ مخه یې ډب کړه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG