د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۱

د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ ایرلنډ له استرالیا ماتې وخوړه


د ایرلنډ لوبډله
د ایرلنډ لوبډله

د کرکټ په روان شل اوریز جام کې نن د استرالیا لوبډلې ایرلنډ ته ماتې ورکړه.

استرالیا په شلو اورونو کې ایرلنډ ته د ۱۸۰ منډو هدف ټاکلی و.

د ایرلنډ لوبډلې ونه شوای کړای چې دغه هدف ترلاسه کړي او په ۱۹م اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ټولټال ۱۳۷ منډې وکړې او استرالیا دغه لوبه د ۴۲ منډو په توپیر وګټله.

د دغو سیالیو په دوام سبا افغانستان له سریلانکا سره لوبه لري.

له ایرلنډ او نیوزیلنډ سره د افغانستان لوبې د باران له کبله لغوه شوي او هرې لوبډلې ته یوه یوه نمره ورکړل شوې ده.

XS
SM
MD
LG