د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۸

په استراليا کې د کرکټ نړیوال جام؛ نن درې سيالۍ دي


د پاکستان د لوبډلې له ماتولو وروسته د زیمباوې لوبډلې خپله بریا په خوشحالي ونمانځله.
د پاکستان د لوبډلې له ماتولو وروسته د زیمباوې لوبډلې خپله بریا په خوشحالي ونمانځله.

په استرالیا کې د کرکټ د شل اورونو په نړیوال جام کې نن درې سیالۍ دي.

لوموړۍ لوبه د پاکستان او هالنډ ترمنځ ده چې دې دواړو لوبډلو تر اوسه دوې دوې لوبې کړې دي، په دواړو کې یې ماتې خوړلې ده چې تر اوسه هېڅ امتیاز نه لري.

دویمه لوبه د زیمباوې او بنګله دېش ترمنځ ده چې دې دوو لوبډلو هر یوه یوه لوبه بایللې، یوه ګټلې، په دې ډول هر یو تر دې دمه درې امتیازه لري.

درېیمه د هندوستان او سویلي افریقا ترمنځ ده.

د پاکستان او هالنډ چانس چې له خپل ګروپه به بل پړاو ته بریالي کېږي تقریباً له منځه تللی دی او زیمبابوې او بنګله دېش دا چانس لري چې د نن ورځې له بریا وروسته یې د بل پړاو تګ ته هیلې زیاتې شي.

د نړیوال جام د اکټوبر په ۱۶مه پیل شو چې پایلوبه یې د نومبر په ۱۳مه ده.

XS
SM
MD
LG