د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۰

روغتیا نړیوال سازمان: نړۍ کې تر څلور ملیونو زیات کسان د کرونا وبا وژلي


ارشیف، په کرونا ویروس اخته ناروغ
ارشیف، په کرونا ویروس اخته ناروغ

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، تر دې مهاله په نړۍ کې تر څلور ملیونو زیات کسان د کرونا وبا وژلي دي.

باور دا دی چې د نړۍ په هېوادونو کې د کرونا له کبله د مړو شویو غیر رسمي شمېر ښايي تر دې لوړ وي.

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریاسس دغه‌راز وايي "نړۍ د دې وبا په خطرناک پړاو کې ده."

بل‌خوا، د کرونا ډېلټا بڼه په ځینو هېوادونو کې په چټکۍ خپرېږي او جاپان‌یې له کبله بېړنی وضعیت اعلان کړی دی.

جاپان ویلي، د کرونا د پېښو زیاتېدو له کبله دا بېړنی وضعیت به د جولای له ۱۲مې تر ۲۲مې وي. دا پرېکړه داسې مهال کېږي چې په دې هېواد کې د دوبني المپیک لوبو پیل ته دوه اوونۍ پاتې دي.

خو اوس فکر کېږي چې د دې لوبو تنظیموونکي به نندارچیان په لوبو کې له ګډون منعه اعلان کړي. ځکه داسې اندېښنې شته چې دغلته به د لوبغاړو او نندارچیانو ګڼه ګوڼه د کرونا خپرېدل چټک کړي.

مخکې له مخکې په توکیو کې په دې پلان شویو لوبو کې د بهرنیو نندارچیانو ګډون منعه شوی دی، خو اوس ښايي جاپاني نندارچیان هم لوبو کې له ګډون منعه شي.

د جاپان توکیو ښار یوه څنډه هغه ځای چې د المپيک سیالۍ به په کې ترسره شي.
د جاپان توکیو ښار یوه څنډه هغه ځای چې د المپيک سیالۍ به په کې ترسره شي.

د توکیو د المپیک لوبې له ۲۰۲۰ م کال راهیسې تر دې مهاله د کرونا وبا له کبله ځنډول شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کرونا بدله شوې، ډېلټا بڼه د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې په خپرېدو ده او یو شمېر هېوادونه‌یې اندېښمن کړي. ځینو هېوادونو له دې کبله نوي محدودیتونه لګولي او ځینو نورو پخواني هغه غځولي دي.

د راپورونو له مخې د کرونا ویروس د ډېلټا بڼه زر خپرېږي او د 'کووېډ-۱۹' تر نورو بڼو ډېره مرګونې ده.

دا بڼه لومړی په هندوستان کې ولیدل شوه.

سره له دې چې په امریکا کې په نسبي توګه د کرونا ضد واکسینو کچه لوړه ده، دې هېواد ته د کرونا د ډېلټا بڼې په رسېدو د کرونا نوې پېښې زیاتېږي.

په دې هېواد کې د دوه اوونۍ مخکې مودې په مقایسه د کرونا نوې پېښې په سلو کې ۲۱ زیاتې شوې دي.

امریکا کې د کرونا ویروس ضد واکسین
امریکا کې د کرونا ویروس ضد واکسین

په بریتانیا کې هم له جنورۍ میاشتې راوروسته د لومړي ځل لپاره د 'کووېډ-۱۹' مثبتو پېښو کې زیاتوالی راغلی دی.

په جرمني کې هم د کرونا په پېښو کې د دوه میاشتې پرله‌پسې کمي وروسته بېرته زیاتوالی راغلی او د هرو نویو درې پېښو دوه‌یې د ډېلټا بڼه دي. په فرانسه کې هم د کرونا پېښې ټیټې دي، خو د ډېلټا بڼې په‌کې د تېرې اوونۍ په مقایسه په سلو کې ۲۰ زیاتوالی راوستی دی.

مکسیکو له فبرورۍ میاشتې راوروسته د 'کووېډ-۱۹' تر ټولو زیاتې پېښې ثبت کړي.

جنوبي کوریا د کرونا وبا د پیل راهیسې د لومړي ځل لپاره د 'کووېډ-۱۹' مثبتو پېښو کې چټک زیاتوالی ثبت کړی.

په نورو اسیايي هېوادونو کې هم د دې ویروس ډېلټا بڼې پر روغتونونو د ناروغانو ګڼه ګوڼه زیاته کړې.

اندونیزیا په یوه ورځ د کرونا له کبله ۱،۰۴۰ مړینې ثبت کړي چې د دې وبا د پیل راهېسې په دې هېواد کې تر ټولو مرګونې ورځ بلل شوې ده.

XS
SM
MD
LG