د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۷

مسکو: د کرونا ناروغانو د زیاتېدونکې مړینې له کبله تازه محدودیتونه نه‌لګوو


ارشیف، روسیه کې په کرونا ویروس اخته ناروغ
ارشیف، روسیه کې په کرونا ویروس اخته ناروغ

روسیه وايي د کرونا له کبله د مړو د شمېر له زیاتېدو سره سره به تازه محدودیتونه ونه‌لګوي.

دا څلورمه پرله‌‎پسې ورځ ده چې په روسیه کې په بې‌ساري ډول ډېر کسان په کرونا ویروس مري.

د کرملېن ویاند دمیتري پېسکوف نن خبریالانو ته وویل، هېڅوک محدودیتونه نه‌غواړي، دا موضوع اوس په بحثونو کې شامله هم نه‌ده.

پېسکوف واکسین له روان بحران څخه د وتلو یوازنۍ لاره وبلله.

تر دغو څرګندونو څو ساعته مخکې د روسیې چارواکو د ۲۴ ساعتونو په موده کې د ۶۷۹ کسانو مړینه اعلان کړه.

تر دې یوه ورځ مخکې په کرونا ویروس د ۶۷۲ کسانو مړینه ثبت شوې وه.

XS
SM
MD
LG