د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۶

د جاپان پلازمېنه توکیو کې بېړنی حالت اعلان شو


د جاپان توکیو ښار یوه څنډه هغه ځای چې د المپيک سیالۍ به په کې ترسره شي.
د جاپان توکیو ښار یوه څنډه هغه ځای چې د المپيک سیالۍ به په کې ترسره شي.

د جاپان صدراعظم یوشیهیډه سوګا نن پرېکړه وکړه چې د دغه هېواد پلازمېنه توکیو کې د بېړني حالت اعلان وکړي.

دا بېړنی حالت د کرونا ویروس د ډېرېدونکو پېښو له امله اعلان شوی.

بېړنی حالت د جولای په ۱۲مه پیل او د اګسټ تر ۲۲مې پورې به دوام ولري.

دا بېړنی حالت داسې اعلان شوی چې د توکیو دوبني المپيک لوبو ته دوه اوونۍ پاتې دي.

د کرونا ویروس د خپرېدو په خاطر ۲۰۲۰ کال المپیکي لوبې سږ کال ته وځنډېدې چې تمه ده د جولای په ۲۳مه‌یې پرانیسته وشي او د اګسټ تر اتمې دوام کوي.

ښايي د نوي بېړني حالت او بندیزونو سره به د المپیک لوبې هم تر ډېر متأثره شي.

XS
SM
MD
LG