د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۰

روسیه کې د کرونا له کبله د مړینو شمېر په بې ساري ډول زیات شوی


ارشیف، روسیه کې د کرونا له امله مړ شوی ناروغ
ارشیف، روسیه کې د کرونا له امله مړ شوی ناروغ

روسیې د پنځمې پرله پسې ورځې لپاره د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له کبله د مړینو په شمېر کې د بې ساري زیاتوالي راپور ورکړی.

په داسې حال کې چې د روسیې حکومت د کرونا ویروس له نوې څپې سره د مبارزې هڅه کوي د دې هېواد مسوولو روغتیايي چارواکو نن شنبه(د چنګاښ په ۱۲مه نېټه) په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۶۹۷ کسانو د مړینې او د ۲۴۴۰۰ نوېو مواردو خبر ورکړ.

روسیې هم د نورو هېوادونو په څېر ویلي دي چې د کرونا ویروس د هندۍ بڼې په مثبتو مواردو او له دې کبله د مړینو په شمېر کې زیاتوالی راغلی.

کارپوهان وايي، د کرونا ویروس هندۍ بڼه چې د ډیلټا په نوم یادېږي د پخوانیو هغو پرتله چټک سرایت کوي.

XS
SM
MD
LG