د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۸

هندوستان کې په کرونا د مړو شمېر تر ۴۰۰ زرو واوښت


هندوستان کې د کرونا ویروس له امله مړ شوی ناروغ
هندوستان کې د کرونا ویروس له امله مړ شوی ناروغ

په هندوستان کې په کرونا ویروس د مړو شمېر تر ۴۰۰ زرو واوښت.

د کرونا ویروس دلتا بڼې چې لومړی په دغه هېواد کې ثبت شوه، په نړۍ کې د دې وبا د بلې څپې د خپرېدو په اړه اندېښنې ولاړې کړې دي.

په نړۍ کې په کرونا ویروس د مړو شمېر نږدې څلورو ملیونو کسانو ته رسېدلی، خو د روغتیا نړیوال سازمان چارواکي اټکل کوي چې واقعي شمېر ښايي تر دې دوه یا درې برابره زیات وي.

د هند د روغتیا وزارت نن جمعه د ۲۴ ساعتونو په لړ کې په کرونا ویروس د ۸۵۳ کسانو مړینه ثبت کړې ده.

XS
SM
MD
LG