د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۷

د روغتیا نړیوال سازمان: کرونا نړۍ کې له ۴میلیونو زیات خلک مړه کړل


ارشیف، رومانیا کې د کرونا له امله د مړو شویو کسانو په یاد شمعې بلې شوي.
ارشیف، رومانیا کې د کرونا له امله د مړو شویو کسانو په یاد شمعې بلې شوي.

د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې په ټوله نړۍ کې په کرونا د مړو شوېو کسانو شمېر له څلور میلیونو واوښت.

پرون (ډبلیو.ایچ.او ) دا رسمي شمېرې خپرې کړې، خو روغتیاپالان بیا په دې نظر دي چې د مړو شوېو نارسمي شمېر تر دې ډېر زیات دی.

اوس د کرونا ویروس د ډیلټا بڼې ډېر هېوادونه اندېښمن کړي او ځینو یې له سره بندیزونه لګولي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټېډروس ادهانوم ګبریسوس ویلي چې نړۍ د دې وبا له اړخه په خطرناک حالت کې ده.

ټاکل شوې جاپان چې د المپیکي سیالیو کوربه دی، د کرونا له کبله نوي بندیزونه ولګوي.

د دغو سیالیو تنظیمونکي اوس پر دې فکر کوي چې د لوبو پر سیلانیانو محدودیتونه وضع کړي.

XS
SM
MD
LG