د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۰

جو بایډن وايي کرونا ویروس نور د امریکايي وګړو پر ژوند کنټرول نه‌لري


د امریکا ولسمشر جو بایډن د کرونا ویروس ضد واکسین د ترلاسه کولو پر مهال
د امریکا ولسمشر جو بایډن د کرونا ویروس ضد واکسین د ترلاسه کولو پر مهال

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن وايي، کرونا ویروس نور د امریکايي وګړو پر ژوند کنټرول نه‌لري.

خو ولسمشر بایډن وویل، دغه ویروس لا هم ختم شوی نه‌دی او ده خلک وهڅول چې د هېوادپالنې حس د ښوولو لپاره دې واکسین وکړي.

جو بایډن پرون د جولای پر څلورمه د امریکا د خپلواکۍ ورځې په مناسبت شااوخوا ۱،۰۰۰ روغتیايي کارکوونکي او نور کسان چې د ویروس په وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې وو، په سپینه ماڼۍ کې مېلمانه کړي وو.

د امریکا ولسمشر زیاته کړه، دوی اوس‌مهال تر بل هر وخت د کرونا له وژونکي ویروس څخه د خپلواکۍ اخیستلو ته نږدې شوي دي.

د امریکا په متحده ایالاتو کې ۶۷ فیصده بالغو وګړو، د کرونا ضد واکسین لږ لږه یوه ستن لګولې ده.

ولسمشر بایډن تر جولای میاشتې پورې د ۷۰ فیصده امریکايي وګړو د واکسین کېدلو هدف ټاکلی و.

XS
SM
MD
LG