د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۱

امریکایانو سږکال د خپلواکۍ ورځ په پرېډونو او اورلوبو ولمانځله


د جولای ۴مه، د امریکا د خپلواکۍ ورځ کې اورلوبې او د امریکایانو خوښي
د جولای ۴مه، د امریکا د خپلواکۍ ورځ کې اورلوبې او د امریکایانو خوښي

امریکایانو سږکال د جولای ۴مه، د دې هېواد د خپلواکۍ ورځ په پرېډونو او اورلوبو ولمانځله.

د خپلواکۍ د ورځې سږنۍ لمانځنې د تېر کال سره څرګند توپیر درلود، ځکه هغه وخت د 'کووېډ-۱۹' د محدودیتونو له کبله ډېر مراسم لغوه شوي وو.

تر یو کال د زیاتې مودې ټولنیز واټن، د کاروبارونو له تړل کېدو، ټول‌بندۍ او د کرونا وبا له کبله د نورو لګېدلو بندیزونه وروسته، امریکایانو سږ کال دا فرصت ترلاسه کړی و چې د جولای ۴مه، د دې هېواد د خپلواکۍ ورځ له خپلو دوستانو او کورنیو سره ولمانځي.

که څه هم د امریکا متحده ایالات د کرونا ضد واکسین په برخه کې هغه هدف ته چې د جولای تر ۴مې نېټې جمهور رئیس بایډن ټاکلی و او له مخې یې باید د امریکا ۷۰ سلنه لویانو لږ تر لږه دا واکسین یوه ستن کړې وه نه‌دي رسېدلي، خو بیا جمهور رئیس بایډن په ټول هېواد کې د خپلواکۍ د ورځې د لمانځلو لپاره خلک هڅولي وو.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د جولای ۴مې، د امریکا متحده ایالاتو د خپلواکۍ ورځې په مناسبت مراسمو کې د وینا پر مهال
د امریکا ولسمشر جو بایډن د جولای ۴مې، د امریکا متحده ایالاتو د خپلواکۍ ورځې په مناسبت مراسمو کې د وینا پر مهال

په امریکا کې تر اوسه پورې د واکسین ۱۸۰ ملیونه ستنې شوې دي چې د دې هېواد د لویانو لږ تر لږه ۶۷ سلنې، حداقل د واکسین یو دوز اخیستی.

بایډن په سپینه ماڼۍ کې د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت مراسمو ته د تېر کال یادونه وکړه چې دا لمانځنې په‌کې د کرونا وبا له کبله لغوه شوې وې او زیاته‌یې کړه چې سږکال امریکا "پر ویروس لاسبری ترلاسه کړی"، خو نوموړي دا هم وویل چې 'کووېډ-۱۹' لا له‌منځه نه‌دی تللی او د ډلټا زر خپرېدونکې بڼه‌یې په زیاتېدو ده.

په لندن کې بیا ملکې ایلزابت د یکشنبې په ورځ د دې هېواد د روغتیايي کارکوونکو قدرداني وکړه او د بریتانیا د روغتیايي خدمتونو ادارې ته‌یې د جورج کراس اېوارډ (جایزه) ورکړ چې د بریتانیا تر ټولو لوړ ملکي اېوارډ دی.

دا اېوارډ د بریتانیا د ملي روغتیايي خدمتونو ادارې ته د کرونا د وبا پر ضد د مبارزې سربېره د دې ادارې د ۷۳ کلنو هڅو په درناوي ورکول شوی.

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون ویلي دا اېوارډ دې ادارې ته د ټول ملت د درناوي سمبول دی.

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون
د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون

په نړۍ کې ګڼ نور هېوادونه هم هڅه کوي چې د کرونا ویروس خپرېدل کنټرول کړي.

روسیې د یکشنبې په ورځ تر ۲۵ زرو زیاتې نوې پېښې ثبت کړي. دا د جنورۍ میاشتې راهیسې په دې هېواد کې د کرونا د تازه پېښو تر ټولو لوړه شمېره ده.

اندونیزیا د جولای په څلورمه نېټه ۲۷ زره ۲۳۳ نوې پېښې ثبت کړي چې ورسره په دې هېواد د کرونا د ټولو پېښو شمېر له ۲،۲ ملیونو پورته شو.

د کرونا دوهمې څپې د اندونیزیا په جاوا او بالي ټاپوګانو کې پر روغتونو فشار زیات کړی دی، دغلته د جولای له ۲۰مې نېټې نیمه ټولبندي اعلانېږي.

XS
SM
MD
LG