د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

کونړ چارواکي: د کورني تاوتریخوالي ځپلو مېرمنو ته امن خونې نه لرو


ارشیف، په کونړ کې یو شمېر مېرمنې، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، په کونړ کې یو شمېر مېرمنې، عکس تئزیني بڼه لري

په کونړ کې یوه داسې مېرمن چې خسرګنۍ یې له کوره شړلې او له وېرې نه خپل نوم اخیستی شي، نه د خپل خاوند، نه د ولسوالۍ، نه هم د کلي.

دغه مېرمن چې شااوخوا ۲۵ کاله عمر لري وايي، په کور کې له خواښې او خسر څخه نېولې ان د کور هر غړي ټولو وهله او رټله.

دی وايي، ژوند یې تریخ شوی او خپل شکایت یې د ښځو چارو ریاست ته راوړی دی: "بچي مې ما ته د لسو افغانیو هم څه نه اخلي، خسر، خواښې او خاوند مې وهي او رټي، بيخې قید او تنګه شوې یم، هلته مې ژوند نه تېرېږي."

کونړ کې د ښځو پر وړاندې د روان تاوتریخوالي له امله ګڼې ښځې د کورونو پرېښودو ته اړ ایستل کېږي.

یاده مېرمن چې درې ماشومان هم لري او شپږکاله وړاندې په بدل کې واده شوې، خو د هغه په خبره په یادو شپږو کالو کې يي خوشحاله ورځ نه ده لېدلې.

دی وايي، څو ځله ترې د پلار کور ته تللې، خو بېرته په جرګو او ضمانت د خاوند کور ته بیول شوې او دده په وینا کور ته په رسېدو بیا د وهلو او ټکولو سره مخ شوې.

نوموړې وايي: "نور د خسر ګنۍ په کور کې ځان خوندي نه ګڼم، لومړی غوښتنه مې دا ده چې له مېړه جلا شم ، هغه خپل ژوند وکړي او زه خپل. دوهم که هغه نه کېږي نو بیا چې څنګه اسانتیاوې او قدر زما د بدلګړې دی، باید هغه ماته هم برابر شي."

نوموړې سره دا وېره هم شته که ورسره کېدونکی زور زیاتی همداسې دوام وکړي، نو د پلارګنۍ او خسرګنۍ د کورنیو ترمنځ به يې جګړه وشي.

د کونړ مرکز اسعداباد
د کونړ مرکز اسعداباد

مدني فعاله محبوبه وايي، په ولایت کې يې ګڼې ښځې د کورني تاوتریخوالي او زور زیاتي سره مخ دي، خو دلته د امن کور د نشتوالي له کبله شکایت نه شي کولای.

دی زیاتوي: "د دې په ځای چې هغوی دلته راشي او ستونزې يې حل شي، کله چې بېرته کور ته ځي، هلته يې مشکلات نور هم زیاتېږي، هغوی ته ویل کېږي چې تاسو ولې یوې دولتي ادارې ته شکایت کړی، زموږ د کورنۍ نوم مو بد کړی دی."

په کونړ کې د ښځو چارو ریاست مسولین وایي، په دې ولایت کې يې د ښځو پر وړاندې د روان تاوتریخوالي له امله ګڼې ښځې د کورونو پرېښودو ته اړ ایستل کېږي، خو دوی يې د ساتلو لپاره ځای نه لري.

د ښځو چارو رئیسي سهیلا بابر ازادي راډیو ته وویل، پخوا به چې کومه ښځه په کور کې د شته ناخوالو په تنګه شوه او د ښځو چارو ریاست ته به ورغله، دوی به د ننګرهار امن کورته انتقالوله، خو اوس هغوی ورته ویلي چې نور نه شي کولای د کونړ ولایت د تاوتریخوالي قرباني ښځو ته ځای ورکړي.

د مېرمن بابر په وینا د دې ستونزې د حل لپاره يې ولایت او وزارت ته خپلې غوښتنې رسولي دي.

اغلې بابر زیاتوي: "موږ د ولایت مقام سره خبره شرېکه کړه، د ولایت مقام زموږ ستونزه اداري مجلس ته وړاندې کړه، زموږ لپاره یو ځای مشخص کړ، کمېسیون ورته وټاکل شو، موږ هم د کمېسیون د نظر سره سم ټول پروسېجر بشپړ کړی او خپل وزارت ته مو لېږلی، نو د دې لپاره چې زموږ دغه خوېندې ارام او هوسا شپې ورځې تېرې کړي، دلته د امن کور جوړول ډېر مهم دي."

په کونړ کې په داسې حال کې ښځينه فعالانې او د ښځو چارو ریاست د امن کور له نشتوالي شکایت کوي چې اوس هم بې شمېره ښځې په کورونو کې دننه د تاوتریخوالي سره لاس او ګریوان دي .

XS
SM
MD
LG