د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۹

د وژل شوې فعالې فرشته کوهستانۍ زوی: د مور قاتلین مې دې اعدام شي


وژل شوې فعاله فرشته کوهستانۍ
وژل شوې فعاله فرشته کوهستانۍ

د وژل شوې فعالې فرشته کوهستانۍ یواځینی زوی مصطفی وايي، د مور وژونکي یې باید اعدام شي.

یوولس کلن مصطفی وروسته له هغه چې مور یې خاورو ته وسپارل شوه، د هدیرې په سر کې له ازادي راډیو سره لنډ وغږېد.

نوموړي وویل: "د دې لپاره چې دې وطن ته یې مبارزه کوله په همدې خاطر په شهادت ورسېده. زه له ډاکټر صاحب (غالباً عبدالله عبدالله یادوي) غواړم چا چې زما مور په شهادت رسولې هغوی دې اعدام کړي."

د ښځو د حقونو او مدني فعالې فرشته کوهستاني او د هغې د ورور شهرام کوهستاني مړي جمعه په کاپیسا کې خاورو ته وسپارل شول.

په افغانستان کې د هدفي وژنو په لړۍ کې پنجشنبه (د مرغومي ۴مه) ماښام وسله والو بریدګرو د ښځو د حقونو مدافع او مدني فعاله فرشته کوهستاني او ورور یې شهرام کوهستاني ووژل.

فرشته کوهستاني په کاپیسا ولایت کې مدني فعالیتونه کول او وخت په وخت یې د سولې او اوربند په هدف غونډو کې برخه اخېسته او ویناوې یې کولې.

د فرشتې او شهرام مړي جمعه خاورو ته وسپارل شول. ګڼو خپلوانو او فعالانو یې د تدفین په مراسمو کې برخه اخېستې وه او حکومت یې د خلکو د امنیت په ټینګښت کې پاتې باله.

مدني فعالې فریده کوهستاني ازادي راډیو ته وویل چې دا او نورې فعالانې به د فرشتې پیل کړې مبارزه جاري ساتي خو حکومت دې د امنیت د ټینګښت په برخه کې خپله مسوولیت ادا کړي.

نوموړې زیاته کړه: "که یوه فرشته له دې دنیا تللي وي نورې فرشتې شته چې د هغې لاره مخته یوسي. په دې ګواښونو باندې هېڅوک هغه مبارزه چې فرشتې پیل کړې وه نه پریږدي. خو بیا هم له چارواکو په تېره بیا د کاپیسا له والي، امنیه قوماندان او وکیلانو غواړو چې د کاپیسا امنیتي وضعې ته جدي پاملرنه وکړي."

د فیفا اجرائیه رئیس یوسف رشید هم په کابل کې په ډزو ووژل شو
د فیفا اجرائیه رئیس یوسف رشید هم په کابل کې په ډزو ووژل شو

په کاپیسا کې پر فرشتې کوهستاني له برید یوه ورځ مخکې وسله والو کسانو د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو فیفا اجرائیه رئیس یوسف رشید په کابل کې په ډزو وواژه. تر هغه مخکې یې په غزني کې د خبریالانو د ټولنې مشر او ازاد خبریال رحمت الله نېکزاد په یوه وسله وال برید کې ووژل شو.

د نومبر په دولسمه د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي په یوه مقناطیسی ماین چاودنه کې ووژل شو. د طلوع ټلویزیون پخوانی ویاند یما سیاوش هم په ورته چاودنه کې ووژل شو. تر دې پېښو لږ را وروسته په ننګرهار کې د انعکاس ټلویزیون ویانده ملاله میوند په یوه وسله وال برید کې ووژل شوه.

د نومبر په دولسمه خبریال الیاس داعي په ماین چاودنه کې ووژل شو
د نومبر په دولسمه خبریال الیاس داعي په ماین چاودنه کې ووژل شو

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر د دغو هدفي وژنو په اړه په یوه تازه غبرګون کې نړیواله ټولنه، سیمه ییز او اسلامي هېوادونه مخاطب کړي چې ولې د افغانستان د روانې وضعې په اړه څه نه کوي.

هغې په دې اړه جمعه په یوه ټویټري بیان کې لیکلي چې:"فرشته کوهستاني او د هغې ورور پرون (پنجشنبه) ووژل شول. اخوا کندهار کې یو دولتي چارواکی ترور شو. له موږ حساب ورک دی. د سیمې او اسلامي هېوادونو په شمول د نړیوالې ټولنې نفوذ چېرته دی چې دا (تاوتریخوالی) ودروي او اوربند باندې ټینګار وکړي؟ ایا زموږ ژوند نه حسابیږي؟."

هېڅ کومې وسله والې ډلې د فرشته کوهستاني یا تر هغه یوه ورځ مخکې په کابل کې د یوه مخکښ انتخاباتي څارونکي یوسف رشید د وژنې مسوولیت نه دی اخیستی.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح جمعه په یوه ټویټ کې طالبان د دغو وژنو مسوولین بللي.

صالح په ټویټ کې لیکلي:"بم اېښودنې او د مدني فعالانو هدفي وژنې چې څوک یې مسوولیت نه مني د طالبانو د وژنو د پروګرام د یوولسو تکتیکونو دوه تکتیکونه دي چې د دې ډلې د مذاکراتو له تګلارې سره تړاو لري."

هغه زیاته کړې چې:"طالبان غواړي د افغانانو سیاسي اراده ماته او ناممکنه امتیازونه وغواړي."

طالبانو بیا د مدني فعالانو په هدفي وژنو کې لاس لرل رد کړي.
د دې ډلې په یوه اعلامیه کې چې د دوی ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټوېټر شریکه کړې راغلي چې طالبان په بې دفاع وګړو او بنسټونو بریدونه نه کوي.

طالبانو داسې وخت د مدني فعالانو د هدفي وژنو له مسوولیته اوږې خالي کړي چې دې ډلې د ځینو وژنو په تړاو غبرګون نه دی ښودلی.

د بېلګې په توګه د ازادي راډيو د خبریال الیاس داعي د وژنې مسوولیت دې ډلې رد یا تایید نه کړ، خو د داعي د وژنې په تړاو نیول شوي کس د ملي امنیت په یوه ویډیو کې منلې چې د طالبانو یوه قوماندان د داعي د وژلو امر ورته کړی و.

XS
SM
MD
LG