د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۴

"سږکندز کې د ښځو سره د تاوتریخوالي ۱۰۸ پېښې ثبت شوي چې ۱۵ یې د وژلو دي"


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

۳۵ کلنه پري ګله چې دا يې مستعار نوم دی، د کندز اړوند د الچین د سیمې اوسېدونکې ده. د څلور ماشومانو دا مور وايي، له مېړه سره یې ژوند تریخ وو. د واده یې لس کاله کېدل چې دوه کاله مخکې يې مېړه طلاق ورکړ.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل: "خاوند مې وهلم او ډبلوم. کور او دکان زما خپل وو، خو خاوند مې طلاقه کړم او بله ښځه یې وکړه. زه یې له کوره وشړلم او زما اولادونه یې هم واخېستل. له دولته غواړم چې له خاونده مې زما نفقه واخلي."

په کندز کې د ښځو د حقونو فعاله سلیمه حیدري بیا وايي، تر ډېره د تاوتريخوالي عاملان نه مجازاتېږي او له همدې کبله د ښځو پر وړاندې د تاوترېخوالي کچه لوړه ده.

مېرمن حیدري د دې ستونزې یو شمېر نور لاملونه هم یادوي: "ښايي ښار کې د تاوترېخوالي کچه تر یوه حده کمه شوې وي، ځکه د پوهاوي کچه لوړه ده، خو کلیو او بانډو کې د تاوترېخوالی کچه لوړه ده، ځکه هلته د وهلو او ډبولو سربېره نجونې ښوونځیو ته نه پرېښودل کېږي او دغه راز له رضایته پرته کوژدن کېږي چې دا خپله فکري او ذهني تاتريخوالی دی."

په کندز ولایت کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د سیمه ییز دفتر چارواکي وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د ښځو پر وړاندې ۱۰۸ د تاوتريخوالي پېښې ثبت شوي چې له دې شمېر څخه ۱۵ پېښې د ښځو د وژلو دي.

په کندز ولایت کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رئیس سید حفیظ الله فطرت
په کندز ولایت کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رئیس سید حفیظ الله فطرت

د دغه کمېسیون رئیس سید حفیظ الله فطرت په دې اړه وویل: "په ټوله کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۱۰۸ پېښې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون په سیمه ییز دفتر کې ثبت دي چې د تېر کال پرتله سږکال د تاوترېخوالي په کچه کې لس سلنه زیاتوالی راغلی. په دې شمېر کې ۱۵ د قتل پېښې دي او دوه د ځان وژنې."

په کندز کې د ښځو چارو د ریاست رئیسه نصیبه هولکر بیا وايي چې د تېر کال ۹ میاشتو پرتله د روان کال په ۹ میاشتو کې له دوی سره په ثبت شوېو قضیو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په کچه کې ۱۰ سلنه کموالی راغلی دی.

نوموړې وايي: "سږکال موږ د تاوترېخوالی ۹۳ پېښې درلودې چې خوشبختانه اکثره پېښې هواري شوي دي او له دې شمېر څخه ۲۸ کورني جنجالونه وو چې د سلا مشورو له لارې حل شوې."

په کندز کې د ښځو چارو رئیسه نصیبه هولکر
په کندز کې د ښځو چارو رئیسه نصیبه هولکر

اغلې هولکر زیاتوي، ښايي ولسوالیو او کلیو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه لوړه وي، ځکه د امنیتي ننګونو او ناوړه دودونو له کبله زیات شمېر ښځې نه غواړي چې خپل شکایتونو ثبت کړي.

اغلې هولکر زیاتوي:"زه نشم ویلی چې کندز کې دې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی پای ته رسېدلي وي. ښايي ولسوالیو او کلیو بانډو کې د تاوتريخوالي کچه له دې هم لوړه وي، ځکه د ناسم دودونو او د ناامنیو له کبله زیات شمېر ښځې او نجونۍ نه شي کولای ځانونه عدلي او قضايي ادارو ته او د ښځو چارو ریاست ته ورسوي. ښايي ډېرې پېښې ولرو چې تراوسه زموږ اداره کې ثبت شوي نه دي."

په کندز کې د ښځو د حقونو فعالانې وايي، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د ختمولو په برخه کې باید قومي مشران، د جوماتونو ملا امامان او د مدني ټولنو استازي په ګډه سره کار وکړي چې په راتلونکو کلونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه ټيټه شي.

XS
SM
MD
LG