د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

د افغانستان بشر حقونو کمېسیون: شمال کې د جګړې زیاتوالي د ملکي تلفاتو شمېره لوړه کړې


د بشر حقونو کمېسیون ویلي چې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې د روان هجري کال په ۱۰ میاشتو کې له ۴۲۲ ملکي وګړو ژوند اخیستی دی.
د بشر حقونو کمېسیون ویلي چې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې د روان هجري کال په ۱۰ میاشتو کې له ۴۲۲ ملکي وګړو ژوند اخیستی دی.

په قطر کې د افغان دولت د پلاوي او طالبانو ترمنځ د خبرو د بهیر بیا پيل سره هم مهاله د افغانستان په شمال کې د جګړې او ناامنۍ زیاتوالي د ملکي تلفاتو شمېره لوړه کړې ده.

د افغانستان د بشر حقونو کمېسیون ویلي چې د هېواد په شمال کې د جکړو زیاتوالي سلګونه ماشومان یتیمان، ځینې ښځې کوڼدې او میندې بې‌اولاده کړې دي.

د دغه کمېسیون په خبره چې په بلخ، جوزجان، سمنګان او سرپل ولایتونو کې وسله‌وال تاوتریخوالي د ملکي مرګ‌ژوبلې کچه دوه برابره لوړه کړې.

په بلخ کې د بشر حقونو کمېسیون مسؤل سید محمد سامع ازادي راډیو ته ویلي چې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې د روان هجري کال په ۱۰ میاشتو کې له ۴۲۲ ملکي وګړو ژوند اخیستی دی.

د هغه په وینا چې ښځې او ماشومان هم په دغو قربانیانو کې دي.

ښاغلی سامع وايي چې په ۱۳۸۹ هجري کال کې د ملکي تلفاتو کچه د دغې شمېرې نیمايي وه.

ارشیف، بلخ کې موټر بم چاودنه
ارشیف، بلخ کې موټر بم چاودنه

هغه وویل: "موږ په تېر کال کې د ملکي وګړو د وژنو ۲۰۵ پېښې ثبت کړې وې. سږ کال تر دې دمه چې تاسو سره خبرې کوم د ملکي تلفاتو کچه له ۴۲۰ پېښو هم لوړه شوې چې د اندېښنې وړ ده."

سامع وايي چې د سپټمبر په میاشت کې په دوحه کې د بین‌الافغانی خبرو له پيل راوروسته وسله‌وال تاوتریخوالی هم زیات شوی.

هغه وویل چې سولې ته د رسېدو اساسي شرط د اوربند اعلان دی.

سامع تمه کوي چې ښکېلې خواوې باید لومړی په هېواد کې اوربند اعلان کړي او بیا په راحت فکر او په کرارو اعصابو دې مذاکراتو ته دوام ورکړي او له یول بل دې خپلې غوښتنې مطرح کړي.

ده زیاته کړه: "په لومړي پړاو کې اوربند دی. تاسو ترڅو اوربند ونه‌کړئ په جګړه کې کومې پایلې ته نه‌رسېږئ. امتیاز اخیستنه او د تاوتریخوالي ودې ته پام کول ښه پای نه‌لري."

د افغانستان د بشر حقونو کمېسیون وايي چې روانو جګړو نه‌یوازې ملکیانو ته تلفات وراړولي، بلکې کورنۍ یې بې‌ځایه کړي، فقر یې زیات کړی او ماشومان‌یې له امله له تعلیم څخه محروم شوي.

ارشیف، د جګړو له امله یوه بې‌ځایه شوې کورنۍ
ارشیف، د جګړو له امله یوه بې‌ځایه شوې کورنۍ

له طالبانو سره د جګړو په دوام کې د شمال زون امنیتي چارواکي وايي چې په جګړو کې د مکلیانو د تلفاتو د مخنیوي په هڅه کې دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي ازادي راډیو سره په خبرو کې طالبان د ملکي کسانو د وژنو اصلي عاملان وبلل.

د رضايي په خبره، طالبان د افغان ځواکونو سره په جګړه کې د ملکي وګړو کورونه په نښه کوي او یا په هغو کې ځان ته مورچلې جوړوي.

هغه زیاته کړه: "طالبان د خلکو په کورونو کې ځان ته پټن ځای جوړوي. خلک قصداً وژني او د هغوی په نښه کولو سره د دولت په وړاندې احتجاج جوړوي."

په همدې حال کې، د طالبانو یوه ویاند ذبیح‌الله مجاهد د افغانستان پر حکومت ورته تور پورې کړ. ده وویل چې افغان ځواکونه په هوايي حملو کې ملکیانو ته تلفات اړوي.

مجاهد وویل: "عامو وګړو ته تلفات د کابل ادارې د عسکرو له‌خوا اړول کېږي. موږ په بلخ او نورو شمالي ولایتونو کې هڅه کړې چې په جګړه کې ملکي کسان تلف نه‌شي."

بلخ کې یو شمېر وسله‌وال طالبان چې له وروسته بیا له سولې پروسې سره یوځای شول.
بلخ کې یو شمېر وسله‌وال طالبان چې له وروسته بیا له سولې پروسې سره یوځای شول.

طالبان دا هم وايي چې د هېواد په شمال کې یې له افغان ځواکونو سره په جګړو کې د عامو خلکو د استوګنځایونو نه د مورچل په توګه کار نه‌دی اخیستی.

اوس به ولیدل شي چې د قطر په دوحه کې به د مذاکراتو بیا پیل څومره ژر وتوانېږي چې د وسلې غږ چپ کړي او له امله‌یې د اوږد مهالې جګړې ځورېدلي ملکیان وتوانېږي چې لږ تر لږه ارامه ساه واخلي.

XS
SM
MD
LG