د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۶

کابل ته د خلیل‌زاد راتګ، د عمران خان څرګندونې او په افغانستان کې غبرګونونه


د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد سره د لیدنې پر مهال
د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد سره د لیدنې پر مهال

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني په کابل کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد سره ولیدل.

له اجرائیه ریاسته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې ښاغلي زلمي خلیل‌زاد افغانستان ته د خپل تازه سفر د هدف په اړه معلومات وړاندې کړل.

د اعلامیې له مخې وروسته اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د زلمي خلیل‌زاد له هڅو مننه وکړه او یوه عادلانه او تل‌پاتې سوله‌يې د افغانانو لومړیتوب وباله.

زلمی خلیل‌زاد تېره ورځ کابل ته رارسېدلی او له ولسمشر محمد اشرف غني سره‌يې هم لیدلي دی.

ارګ د سې شنبې په ماښام ویلي چې د ولسمشر غني او زلمي خلیل‌زاد ترمنځ لیدنه کې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ په وروستیو څرګندونو "هر اړخیز بحث وشو او لازمه وګڼل شوه چې ډاکتر زلمی خلیل‌زاد د څه مودې لپاره په کابل کې پاتې شي"، خو په دې اړه‌یې نور جزئیات نه‌‌دي ورکړي.

افغان ولسمشر اشرف غني د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد سره د لیدنې پر مهال
افغان ولسمشر اشرف غني د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد سره د لیدنې پر مهال

زلمی خلیل‌زاد داسې مهال کابل ته سفر کوي چې له دې وړاندې د پاکستان صدراعظم متحده ایالاتو ته سفر کړی او هلته‌يې له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره تر لیدلو وروسته د امریکا د سولې په انسټټیوت کې د افغانستان د سولې په اړه خبرې کړي.

د افغانستان اجرائیه ریاست د عمران خان د وروستیو څرګندونو په اړه هیله‌مندي وښوده، خو ویې‌ویل چې ښاغلی خان باید خپلو خبرو ته عملي بڼه ورکړي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم ازادي راډيو ته وویل: "موږ هیله لرو کومې څرګندونې چې شوي عملي بڼه غوره کړي، که څه هم په تېر کې چې کومې ژمنې شوې وې او افغانانو کومه هیله درلوده هغسې ونه‌شول، خو دا ځل ښاغلي عمران خان خپله په یو ډول ژمنه کړې چې د افغانستان د سولې له پروسې سره به مرسته کوي موږ هیله لرو چې همدغسې وشي."

د افغانستان د سولې عالي شورا هم له عمران خانه غواړي چې خپلو خبرو ته دې عملي بڼه ورکړي.

د دې شورا د اجرائیه پلاوي غړي قاضي محمد امین وقاد ازادي راډيو ته وویل چې تېرو تجربو ته په کتو که څه هم پاکستان د افغانستان په سوله کې رښتینې مرسته نه‌ده کړې، خو د عمران خان وروستیو څرګندونو هیله‌مند کړي دي.

ښاغلی وقاد زیاتوي: "موږ هیله لرو چې عمران خان په خپلو خبرو عمل وکړي او دې حد ته‌يې ورسوي چې وسله‌وال طالبان چې د پاکستان تأثیرات پرې زیات دي له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېنوي، اوربند ته‌يې وهڅوي تر څو د دغه مسئلې سیاسي حل راووېستل شي."

د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي چې دوی به نور د افغانستان په چارو کې مداخله ونه‌کړي او افغانان به پرېږدي چې هر څه غواړي هماغسې وکړي، یوازې د سولې د پروسې لپاره به اسانتیا ورته برابره کړي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان د امریکا په سولې انسټټیوټ کې د خبرو پر مهال
د پاکستان صدراعظم عمران خان د امریکا په سولې انسټټیوټ کې د خبرو پر مهال

نوموړي چې پرون په واشنګټن کې د امریکا د سولې په انسټټیوټ کې خبرې کولې وویل، کله چې پاکستان ته ستون شي هلته به له طالبانو سره وګوري او هغوی به افغان حکومت سره خبرو او په راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو کې ګډون ته وهڅوي.

نوموړي وویل په افغانستان کې د پاکستان د ستراتېژیک عمق د ترلاسه کولو هڅو خپله پاکستان ته زیان اړولی او اوس پاکستان په افغانستان کې د نه‌لاسوهنې پالېسي خپله کړې.

ښاغلي خان ټینکار وکړ چې د پاکستان د پوځ په استازیتوب هم خبرې کوي ځکه په وینا یې پوځ‌یې د ټولو پالېسیو تر شا ولاړ دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG