د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۶

ټرمپ: که وغواړم د افغانستان جګړه وګټم، دا هېواد به له ځمکې محوه شي


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي چې که وغواړي د پوځي لارې د افغانستان جګړه په یوې اوونۍ کې ګټلی شي، خو وایي چې د خلکو د ژوند د خوندیتوب لپاره دا لاره نه انتخابوي.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر وایي، په افغانستان کې د سوله ییزو لارو د جګړې ختمېدل کولی شي چې د میلیونونو کسانو د وژل کېدو مخه ونیسي.

ډونالد ټرمپ چې د دوشنبې په ورځ یې په سپینه ماڼۍ کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره تر لیدو وروسته د خبریالانو پوښتنې ځوابولې، د جګړې له لارې د جګړې د ګټلو د عواقبو په اړه وویل: "که موږ وغواړو چې په افغانستان کې داسې جګړه وکړو چې ويې ګټو، کولی شم چې په یوې اوونۍ کې یې وګټم، زه نه غواړم چې لس میلیونه خلک ووژل شي، زه د افغانستان لپاره پلانونه لرم، که وغواړم دا جګړه وګټم، افغانستان به له ځمکې پاک شي، محوه به شي او دا به په لسو ورځو کې، زه نه غواړم دا کار وکړم او نه غواړم پر دې لاره ولاړ شم."

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د پاکستان صدراعظم عمران خان
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د پاکستان صدراعظم عمران خان

ولسمشر ټرمپ د افغانستان لپاره د یادو پلانونو په اړه جزیات ورنه کړل، خو ویې ویل چې غوره ګڼي چې له سیمه ییزو هېوادونو په تېره بیا له پاکستان سره کار وکړي، څو له طالبانو سره د داسې تفاهم په رامنځته کېدو کې مرسته وکړي چې وکولی شي چې په افغانستان کې د امریکا روانه اوږده جګړه ختمه کړي او امریکایي سرتېري له دې جګړې راوباسي.

ولسمشر ټرمپ وایي، پاکستان په دې جګړه کې لوی بدلون راوستلی شي.

د امریکا متحده ایالاتو له اوږدې مودې راهیسې پاکستان تورن کړی چې په خپله خاوره کې یې هغو وسله والو ډلو ته ځای ورکړی چې په افغانستان او هند کې جنګېږي.

له همدې کبله امریکا پر اسلام اباد خپلې مالي او پوځي مرستي بندې کړي وې.

پاکستان چې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوی دی، د پانګونې، سوداګرۍ او احتمالاً له اسلام اباد سره د امریکا د مرستو د بیا پیل په هدف غواړي چې له امریکا سره اړیکې بېرته ورغوي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان پرون له ولسمشر ټرمپ سره د خبرو پر مهال ویلي چې هېڅ کله په دې باور نه دی چې جګړه دې د پوځي لارې خلاصه شي.

نوموړي ویلي، فکر کوي چې امریکا او طالبان تر بل هر وخت د سولې موافقې ته نږدې شوي دي.

دا څرګندونې داسې مهال شوي چې د افغانستان د سولي لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو استازو په قطر کې اووه ځله د سولې خبرې سره کړي او دواړو لورو ځینو مهمو توافقاتو ته د رسېدو یادونه کړې ده.

افغان حکومت او د سیمې نور هېوادونه هم په دې باور دي چې پاکستان د افغانستان د سولې او ثبات په راوستلو کې مهم رول لوبولی شي.

دا لومړی ځل و چې عمران خان د پاکستان د صدراعظم په توګه تر ټاکل کېدو وروسته د هغه هېواد د لوړ پوړو پوځي او استخباراتي مشرانو په ملګریتوب امریکا ته رسمي سفر وکړ.

XS
SM
MD
LG