د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۱

عمران خان یو ځل بیا: په افغانستان کې جګړه د حل لار نه ده


د پاکستان صدراعظم عمران خان
د پاکستان صدراعظم عمران خان

د پاکستان صدراعظم عمران خان یو وار بیا ویلي چې د افغانستان ستونزه په جګړه نه هوارېږي.

سپينه ماڼۍ نن دوشنبه د ټرمپ او خان د سرمشریزې کوربه ده.

دا لومړی وار دی چې د پاکستان د صدراعظم په توګه عمران خان واشنګټن ته تللی دی.

د افغانستان د سولې او ثبات اړوند مسایل به د ټرمپ او خان د بحث عمده موضوع وي.

هغه بېګاه شپه په واشنګټن کې پاکستانیانو ته وینا وکړه او افغانستان یې یاد کړ.

ده ویل: له لومړۍ ورځې مې ویل چې په افغانستان کې جګړه د حل لار نه ده، په وار وار مې ویلي چې مسئله په جنګ نه هوارېږي، هر قسم بد رد یې راته وویل، دهشتګرد یې وبللم، طالبان خان یې راته وویل، خو الله حق دی چې نن ټوله نړۍ وايي چې د افغانستان جګړه ییز حل نشته.

ټرمپ پروسږکال له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د ناغېړۍ په خاطر پر پاکستان سلګونه میلیونه ډالر بند کړل.

یو لامل یې د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې نه همکاري بلل شوې ده.

د افغانستان حکومت واشنګټن ته د عمران خان د سفر په اړه ویلي چې دوی تمه لري څو امریکا پر پاکستان لازم فشار راولي چې د افغانستان په اړه خپل سیاستونه بدل او د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته ویلي: موږ هیله مند یوو چې امریکایان د پاکستان د پالېسیو د بدلون لپاره اړین فشارونه وارد کړي، دا سفر لکه څنګه چې خپله امریکایانو ورته اشاره کړې، داسې سفر نه دی چې کوم هېواد ته امتیاز ورکړل شي، پرته له دې چې پاکستاني لوري ته په واضح توګه وویل شي چې هغوی دې خپل سیاستونه بدل کړي، د طالبانو له ملاتړه لاس په سر شي او بالاخره د پاکستان په خاوره کې د طالبانو د پټنځایونو د له منځه وړلو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي
د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي

امریکا له پاکستانه تمه لري چې دا هېواد د افغانستان د سولې په برخه کې اغېزمنه همکاري وکړي.

پاکستان څو وار د افغان حکومت او هم د امریکا له خوا له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې په ناغېړۍ تورن شوی او ویل شوي چې له ژمنو ور هاخوا په عمل کې هېڅ تغییرات نه دي راغلي.

د پاکستان استدلال بیا دا دی چې دوی پخپله د ترهګرۍ قربانیان دي او تر خپلې وسې یې هڅه کړې چې له ترورېستانو سره مبارزه وکړي.

XS
SM
MD
LG