د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۱:۳۹

پاکستان رښتیا هم د افغانستان په سوله کې مثبت رول لوبولو ته چمتو دی؟


(ښی) د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ (کیڼ) د پاکستان صدراعظم عمران خان
(ښی) د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ (کیڼ) د پاکستان صدراعظم عمران خان

په داسې حال کې چې افغان حکومت د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ پر هغو څرګندونو چې د افغانستان د سولې په اړه‌یې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره په یوه ګډه خبري غونډه کې کړي، ناخوښي څرګنده کړې او د وضاحت غوښتنه‌یې کړې، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد د سې شنبې په ورځ کابل ته رسېدلی او هلته‌یې له ولسمشر اشرف غني سره کتلي دي.

ارګ وايي په دې کتنه کې د سولې پر هڅو او د ولسمشر ټرمپ په وروستیو څرګندونو بحث شوی او لازمه ګڼل شوې چې زلمی خلیل‌زاد څه وخت کابل کې پاتې شي.

بل‌خوا د پاکستان صدراعظم عمران خان د سې شنبې په ورځ په واشنګټن کې د امریکا د سولې په انسټټیوټ کې وویل، کله چې بېرته پاکستان ته ستون شي، له افغان طالبانو سره به وګوري او هغوی به د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرو ته وهڅوي.

دا چې د افغانستان د سولې په اړه امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ وروستیو څرګندونو کابل کې سیاستوال غصه کړي، دغلته به له افغان چارواکو سره د سولې په تړاو د زلمي خلیل‌زاد خبرې اترې څومره بریالۍ وي؟ همدارنګه هسې چې عمران خان وايي، ایا پاکستان رښتیا هم د افغانستان په سوله کې مثبت رول لوبولو ته چمتو دی او کولای یې شي؟ دا او نورې پوښتنې د ازادي راډیو همکار اجمل اند د امریکا د هارټفورډ پوهنتون د سیاسي علومو د استاد ډاکتر احمد وېس وردګ سره شریکې کړې دي.

په سر کې یې له وېس وردګ پوښتلي چې د ټرمپ پر څرګندونو په افغانستان کې دننه غبرګونونه څنګه ارزوي؟

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:06:18 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG