د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۶

د ډونالد ټرمپ د وروستیو څرګندونو په اړه د افغان حکومت غبرګون


ارګ
ارګ

د افغانستان جمهوري ریاست د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ورستیو څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی او له ډیپلوماتیکو او دولتي لارو یې له واشنګټنه په دې اړه صراحت او توضیحات غوښتي دي.

په هغه اعلامیه کې چې نن په دې اړه له ارګه خپروه شوې، راغلي چې د افغانستان ملت هېڅ بهرني قدرت ته د خپل برخلیک د ټاکلو اجازه نه ده ورکړې او نه به یې ورکړي.

په اعلامیه کې وړاندې راغلي: له نړۍ او په ځانګړي ډول له امریکا متحده ایالتونو سره زمونږ شراکت او همکاري د متقابلو ګټو او متقابل درناوي په پر بنسټ ده، مونږ د سولې د راوستلو په برخه کې د امریکا د همکارۍ ملاتړ کوو، خو زمونږ د هېواد اساسي برخلیک د بهرنیو دولتونو د مشرانو په ناستو کې د افغانانو د زعامت له حضور پرته نشی ټاکل کېدلی.

په اعلامیه کې راغلي، افغانستان به تل د نړۍ په سیاسي صحنه کې په صلابت او عظمت پاتې شي.

د ارګ اعلامیه وايي چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د دوو همکارو دولتونو تر منځ هر اړخیزو اړیکو ته په کتو له ډیپلوماتیکو او دولتي لارو له واشنګټنه د پاکستان له لومړي وزیر سره د ولسمشر ټرمپ د څرګندونو صراحت او توضیحات غوښتي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د پاکستان صدراعظم عمران خان
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د پاکستان صدراعظم عمران خان

دا اعلامیه وروسته له هغې خپرېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره ورځ د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره په واشنګټن کې تر لیدنې وروسته رسنیو ته ویلي: که امریکا وغواړي چې د افغانستان جګړه وګتي، په یوې اوونۍ کې شونې ده، خو زه نه غواړم چې لس ميلیونه خلک ووژل شي، زه د افغانستان لپاره پلانونه لرم، که وغواړم دا جګړه وګټم، افغانستان به له ځمکې پاک شي او محوه به شي، خو زه نه غواړم چې دا کار وکړم او په دې لاره ولاړ شم.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد چې د افغانستان د سولې په برخه کې د خپل نوي ماموریت په پېلېدو سره یې ویلي، نن کابل ته راځي، د ولسمشر ټرمپ له دغو څرګندونو وروسته یې په خپل یوه توېټ کې لیکلي چې نوموړي د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره په خبرو کې په دې ټینګار کړی چې د افغانستان جګړه پوځي حل لاره نه لري.

هېره دې نه وي چې ښاغلي ترمپ تر دې مخکې د یو شمېر نورو هېوادونو په اړه هم ورته تندې او پاروونکې خبرې کړې دي.

خو د افغانستان په اړه د نوموړي دا څرګندونېو په داسې حال کې دي چې د افغان سولې په اړه په دې ورستیو کې خوشبینۍ او یوې هوکړې ته د رسېدلو په برخه کې هیلې ډېرې شوې دي.

امریکا ته د پاکستان د صدراعظم عمران خان سفر هم د افغانستان د سولې لپاره د روانو هڅو یوه برخه ده او واشنګټن غواړي چې په دې برخه کې د اسلام اباد ملاتړ چې په وار وار د افغان حکومت له خوا د طالبانو په ملاتړ تورن شوی، تر لاسه کړي.

خو پاکستان تل د افغان حکومت ادعاوې رد کړي او د افغان سولې په برخه کې یې د همکاریو ژمنه کړې ده.

راپور: خاطر پردېس

XS
SM
MD
LG