د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۳۰ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۹:۴۵

مایک پامپیو د افغانستان سولې په برخه کې د دوامداره پرمختګ هیله لري


(ښی) د پاکستان صدراعظم عمران خان (کیڼ) د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پامپیو سره د لیدنې پر مهال

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وايي هیله‎مند دی چې د افغانستان د سولې په برخه کې په راتلونکو ورځو او میاشتو کې دوامداره پرمختګ وګوري.

هغه پرون په واشنګتن کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره تر لیدنې وروسته دا خبره په خپله ټویټر کړې.

پامپیو د افغانستان د سولې د پروسې په شمول له ترورېزم سره د مبارزې، سیمه‎ییز امنیت او سوداګرۍ په برخه کې د دوامداره پرمختګ هیله ښودلې.

د پاکستان صدراعظم عمران خان پرون په واشنګټن کې د سولې انسټټیوټ ته ویلي چې د امریکا له سفر وروسته له طالبانو سره ګوري او هغوی به وهڅوي چې له افغان حکومت سره خبرو ته کېني.

عمران خان د امریکا سفر پای ته رسولی او نن بېرته پاکستان ته ستون شوی دی.

XS
SM
MD
LG