د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۱

عمران خان: طالبان باید د افغانستان د راتلونکو انتخاباتو برخه وي


د پاکستان صدراعظم عمران خان د امریکا له بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو سره په واشنګټن کې د لیدنې پر مهال
د پاکستان صدراعظم عمران خان د امریکا له بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو سره په واشنګټن کې د لیدنې پر مهال

د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي، د افغانستان راتلونکي انتخابات باید ټول‌شموله واوسي او طالبان هم باید په‌کې برخه واخلي.

نوموړي چې پرون په واشنګټن کې د امریکا د سولې په انسټټیوټ کې خبرې کولې وویل، کله چې پاکستان ته ستون شي هلته به له طالبانو سره وګوري او هغوی به افغان حکومت سره خبرو ته وهڅوي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي، په افغانستان کې د پاکستان د ستراتېژیک عمق د ترلاسه کولو هڅو خپله پاکستان ته زیان اړولی او اوس پاکستان په افغانستان کې د نه‌لاسوهنې پالېسي خپله کړې.

ښاغلي خان ټینکار وکړ چې د پاکستان د پوځ په استازیتوب هم خبرې کوي ځکه په وینا یې پوځ‌یې د ټولو پالېسیو تر شا ولاړ دی.

عمران خان وویل دوی به نور د افغانستان په چارو کې مداخله ونه‌کړي او افغانان به پرېږدي چې هر څه غواړي هماغسې وکړي، یوازې د سولې د پروسې لپاره به اسانتیا ورته برابره کړي.

عمران خان وايي، دا چې ده تل ټینګار کړی چې افغانستان کې د روان کړکېچ د پای ته رسولو لپاره پوځي حل لاره نه‌شته، نو طالبان پرې یو څه باور لري او کله چې د پاکستان صدراعظم شو، هغوی غوښتل ورسره وګوري، خو افغان حکومت د دې لیدنې ترسره کیدل نه‌غوښتل.

(ښی-کیڼ) د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره په واشنګټن کې د لیدنې پر مهال
(ښی-کیڼ) د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره په واشنګټن کې د لیدنې پر مهال

عمران خان وايي: "دوی (طالبانو) غوښتل ما سره وګوري، خو افغان حکومت هغه مهال نه‌غوښتل چې ورسره وګورم، نو ما ورسره ونه‌کتل، خو اوس چې زه بېرته ولاړ شم، له ولسمشر ټرمپ او افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره تر لیدو وروسته، زه به طالبانو سره وګورم، او زه به خپله ټوله هڅه وکړم چې هغوی د افغان حکومت سره خبرو ته راولم او په افغانستان کې راتلونکي انتخابات باید ټول‌شموله انتخابات وي چې په‌کې به طالبان هم برخه ولري."

عمران خان د امریکا د سولې په انسټټیوټ کې د وینا پر مهال د امریکا او پاکستان د اړیکو په اړه وویل چې له ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۱۵ پورې د امریکا او پاکستان اړیکو کې تر ټولو بد پړاو و.

د نوموړي په وینا په دې موده کې پاکستانیانو فکر کاوه چې د امریکا جګړه ور په غاړې ده، خو امریکا ګومان کاوه چې پاکستان د افغانستان په جنګ کې کافي مرسته نه‌کوي او دوه مخې لوبه کوي.

د پاکستان صدراعظم زیاته کړه چې اوس د اسلام‌اباد او واشنګټن ترمنځ دا بې‌باوري پای ته رسېدلې او د افغانستان په اړه یوه خوله دي.

ښاغلي خان زیاته کړه: "دا وخت د پاکستان دولت، زموږ امنیتي ځواکونه، متحده ایالات ټول په یوه خوله یوو، هغه دا چې سوله په افغانستان کې یوازې د سیاسي جوړجاړي او ډیالوګ له لارې تر لاسه کېدای شي. اوس موږ ټول په دې کار کوو چې طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته کېنوو. دوی لا دمخه امریکا سره خبرې پیل کړي او هیله لرو چې دا به بالاخره یو جوړجاړي ته ورسېږي."

که څه هم عمران خان وايي طالبان پرې یو څه باور لري، خو ایا عمران خان او د پاکستان پوځي او نظامي ادارې پر طالبانو دومره اغېز لري چې دا ډله له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېنوي؟

امریکا کې د هارټفورډ په پوهنتون کې د سیاسي علومو استاد احمد وېس وردګ وايي، پاکستان په افغانستان کې له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې ښکېل دی. نوموړی وايي، دې هېواد په ځانګړې توګه په افغانستان کې د امریکا له مستقیمې مداخلې وروسته، خورو ورو شویو طالبانو ته خوندیتوب او د راټولېدو ځالې برابرې کړې ځکه طالبانو هغه وخت خوندیتوب او پاکستان پر افغان حکومت د فشار وسیلې ته اړتیا درلوده.

ښاغلی وردګ وايي: "دې حقیقت ته په کتو پاکستان پر طالبانو او د افغانستان د سولې پر بهیر مستقیم اغېز لري او کولای شي طالبان افغان حکومت سره خبرو ته کېنوي، نو که پاکستان کې داسې نیت موجود وي، افغان حکومت هم باید دې ته هرکلی ووايي."

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد

عمران خان افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته د طالبانو د کېنولو چمتووالی په داسې حال کې ښيي چې د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد د سولې د هڅو په لړ کې پرون (سې شنبه) کابل ته ورسېده او هلته‌یې له ولسمشر غني، سره وکتل.

زلمی خلیل‌زاد په داسې حال کې له ولسمشر غني سره ګوري چې ارګ د امریکا دولسمشر ډونالد ټرمپ او عمران خان په شریکه خبري غونډه کې د افغانستان د سولې په اړه د دواړو پر څرګندونو ناخوښي ښودلې او په دې اړه‌یې د وضاحت غوښتنه کړي.

ارګ د سې شنبې په ماښام ویلي چې د ولسمشر غني او زلمي خلیل‌زاد ترمنځ لیدنه کې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ په وروستیو څرګندونو "هر اړخیز بحث وشو او لازمه وګڼل شوه چې ډاکتر زلمی خلیل‌زاد د څه مودې لپاره په کابل کې پاتې شي"، خو په دې اړه‌یې نور جزییات نه‌دي ورکړي.

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG