د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۲

امریکا به د افغانستان په اړه پر پاکستان لازم فشار راولي؟


د چارو کتونکی او د کابل پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی
د چارو کتونکی او د کابل پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی

د افغانستان سوله او ثبات به نن د امریکا او پاکستان د مشرانو د بحث یوه مهمه برخه وي.

ولسمشر ډونالد ټرمپ به نن په سپينه ماڼۍ کې د پاکستان د صدراعظم عمران خان کوربه وي.

دا به لومړی ځل وي چې عمران خان له ټرمپ سره ګوري.

دغه کتنه داسې مهال ترسره کېږي چې امریکا په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو لپاره هڅې تیزې کړي او له طالبانو سره‌یې اووه ځلې خبرې کړې دي. له هغې ډلې سره چې ویل کېږي پاکستان پرې نفوذ لري.

خو پوښتنه دا ده چې ایا د ټرمپ اداره به پر اسلام‌اباد هغسې چې لازمه ده او د افغانستان حکومت‌یې هیله کوي لازم فشارونه راولي او د پاکستان حکومت به دغو فشارونو ته غاړه کېږدي؟

دا پوښتنه نوریاس نوري د چارو له کتونکي او د کابل پوهنتون له استاد نصرالله ستانکزي څخه د مرکې په پیل کې کړې ده.

دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:03:14 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG