د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۱

د افغانستان سوله د ټرمپ او عمران خان د نننۍ ناستې مهمه برخه ګڼل کېږي


(ښی-چپ) د پاکستان صدراعظم عمران خان او د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
(ښی-چپ) د پاکستان صدراعظم عمران خان او د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د افغانستان سوله او ثبات به نن د امریکا او پاکستان د مشرانو د بحث یوه مهمه برخه وي.

هم سپينې ماڼۍ او هم پاکستاني حکومت تأیید کړې چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د پاکستان صدراعظم عمران خان د ګڼو نورو مهمو دوه اړخیزو مسایلو ترڅنګ د افغانستان د سولې او ثبات په اړه بحث کوي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ به نن دوشنبه په سپینه ماڼۍ کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره د افغانستان او سیمې د سولې او ثبات او نورو مهمو دوه اړخیزو مسایلو په اړه بحث وکړي.

د افغانستان حکومت وایي چې له امریکا تمه لري، څو پر پاکستان اړین فشارونه راولي چې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره په خپلو سیاستونو کې بدلون راولي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي بېګاه ازادي راډیو ته وویل: "موږ هیله‌مند یو چې امریکایان د پاکستان د پالېسیو د بدلون لپاره اړین فشارونه وارد کړي. دا سفر لکه څنګه چې خپله امریکایانو ورته اشاره کړې داسې سفر نه‌دی چې کوم هېواد ته امتیاز ورکړل شي پرته له دې چې پاکستاني لوري ته په واضح توګه وویل شي چې هغوی دې خپل سیاستونه بدل کړي. د طالبانو له ملاتړه دې لاس په سر شي او بالاخره د پاکستان په خاوره کې د طالبانو د پټنځایونو د له‌منځه وړلو لپاره دې عملي ګامونه پورته کړي. په تأسف چې تر اوسه د جدي اقداماتو شاهد نه‌و او د پاکستان له خاورې زموږ د هېواد پر ضد نا اعلان شوې جګړه باید بنده شي او زموږ خلک په سوله کې ژوند وکړي."

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي

د افغانستان حکومت تل انتقاد کړی لکه څنګه چې لازمه ده پاکستان د افغان سولې لپاره همکاري نه‌کوي.

عمران خان د پاکستان د صدراعظم په توګه لومړی وار دی چې امریکا ته‌یې سفر کړی او هغه هم داسې یو وخت چې هېواد یې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

د دغو ستونزو یوه لویه برخه وروسته له هغه محسوس شوه چې امریکا تېر کال پر پاکستان سلګونه میلیونه ډالره بند کړل.

د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ په خبره پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې امریکا تېر ایستې ده.

د پاکستان استدلال دا دی چې دوی په خپله د ترهګرۍ قربانیان دي او تر خپلې وسې یې هڅه کړې چې له ترورېستانو سره مبارزه وکړي.

پاکستان د جون په ۲۷مه د افغان ولسمشر اشرف غني کوربه هم و او ژمنې یې کړي چې د افغانستان د سولې او ثبات په راوستلو کې به هڅې کوي.

ایا واقعاً به امریکا د افغانستان د سولې او ثبات لپاره پر پاکستان لازم فشارونه راولي او دا هېواد به اړ باسي څو مرسته وکړي؟

همدا پوښتنه مو د ناټو د پخواني سلاکار او د افغان حکومت له اوسني منتقد واشنګټن مېشتي شفیق همدم څخه کړې ده.

همدم وايي: "د افغانستان د سولې مسئله د عمران خان لپاره یوه وسیله ده چې ښاغلي ټرمپ سره وګوري، خو د پاکستان ټوله اجنډا اقتصادي ده چې څنګه مالي مرستې ترلاسه کړي او ځیني تعزیرات چې د امریکا له‌خوا لګول شوي هغه له‌منځه لاړ شي. له شک پرته چې ولسمشر ټرمپ به خامخا د افغانستان د سولې په اړه د دوی د مرستې او ملاتړ غوښتنه کوي، خو زه شخصاً ډاډمن نه‌یم چې پاکستان واقعا کوم شی چې دلته‌یې ژمنه کوي بېرته په سیمه یا افغانستان کې تطبیق کړي."

له ښاغلي همدم سره بشپړه مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:05:37 0:00
مستقیم لېنک

همدم پر افغان حکومت انتقاد کوي چې په لوی لاس‌یې د ده په خبره له امریکا سره په وروستیو څو میاشتو کې سیالۍ کړي او ځان‌یې منزوي کړی دی.

افغان حکومت وايي چې د افغانستان د دایمي سولې او ثبات لپاره د سیمې خاصتاً پاکستان همکاري اړینه ده او دا هېواد باید په هغه اجماع کې رغنده رول ولري چې افغان حکومت‌یې د جوړولو په لټه کې دی.

XS
SM
MD
LG