د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۲

د زلمي خلیلزاد له نوي ماموریته د افغان حکومت هرکلی


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

په افغانستان کې نن سبا تر بل هر وخت زیات د سولې خبرې ګرمې دي او هر ګام چې په‌دې برخه کې پورته کېږي د افغانستان خلک او د دغه هېواد حکومت یې هرکلی کوي.

تازه افغان حکومت د افغان سولې په تړاو د زلمي خلیل‌زاد د نوي ماموریت د پیل په اړه هم خوشبینې څرګنده کړې.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه ځانګړي استازي په خپل یو تازه ټويټ کې لیکلي چې په یاده برخه کې د ښه پرمختګونو په هدف خپل نوی ماموریت پیلوي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې په‌دې اړه وویل: "د زلمي خلیلزاد هڅې د سولې په تړاو د ستایلو دي او ده چې د خپل تازه ماموریت په اړه خبر ورکړی، افغان حکومت یې هرکلی کوي او هیله لرو چې دغه خبرې د بین الاافغاني خبرو او اوربند لامل شي."​

د افغانستان د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون
د افغانستان د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون

په خټه افغان دغه امریکايي چارواکي تر اوسه د افغانستان د سولې په تړاو له طالب استازو سره اووه پړاوه خبرې کړي چې تر ډېره له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو او د نورو هېوادونو پر ضد د دغه هېواد له خاورې د ترهګریزو بریدونو د نه کارونې او په دې برخه کې د تضمین د ورکړې په موضوعاتو راتولې وې.

ښاغلي خلیلزاد دغه ټوېټ داسې مهال کړی چې اخوا د پاکستان صدارعظم عمران خان هم سبا امریکا ته ځي او د هغه هېواد له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره ګوري.

د سپیني ماڼۍ په وینا، ټرمپ او عمران خان به د سیمې پر سوله او ثبات خبرې وکړي.

یو شمېر پاکستاني ورځپاڼو هم امریکا ته د صدراعظم عمران خان د سفر په اړه لیکلي چې د دواړو هېوادونو د چارواکو خبرې به تر ډېره د افغانستان د سولې په اړه وي.

په ورته وخت کې پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا د زلمي خلیلزاد وروستي ټوېټ ته په اشارې سره وايي چې دا ځل ممکن خلیلزاد له طالبانو سره پر یو شمېر مهمو مواردو هوکړې ته ورسېږي.

پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا
پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا

ده زیاته کړه: دې ته اړتیا ده چې په افغانستان کې جوړه راشي او امریکایانو هم دا حس کړې ده چې د جګړې له لارې سوله نشي راتلی، زه خپله هیله مند یم چې امریکا دې د خبرو له لارې له افغانستانه ووځي او د طالبانو هم دا غوښتنه ده، له هغې وروسته بیا د افغانستان خلک د سولې خاوندان کېدای شي.

خو دغه خوشبینۍ په داسې حال کې دي چې د امریکا د سنا یوه غړي لنزي ګراهام د ډونالد ټرمپ پر اداره غږ کړی چې د طالبانو "نامعقولې" غوښتنې ونه مني.

سناتور ګراهام لیکلي، موږ اوس له خپلو متحدانو سره کوچنی پوځي حضور لرو چې د القاعده او داعش په څېر ډلو د بیا فعالېدو او د افغانستان د یوځای ساتلو د تظمین پالېسي ده.

د یادونې ده چې طالب استازي تر اوسه په رسمي ډول له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته نه دي حاضر شوي، هغه څه چې افغان حکومت پرې ټینګار لري او معلومه نه ده چې د ښاغلي خلیلزاد په نوي ماموریت کې به په دې اړه څه شامل وي او که نه؟

راپور: خاطر پردېس

XS
SM
MD
LG