د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۶

ارګ: د طالبانو وروستي کار وښوده چې دوی سولې ته ژمن نه‌دي او د جګړې دوام غواړي


د افغانستان حکومت وايي چې له طالبانو سره په متحده عربي اماراتو کې خبرې، لکه څنګه چې تمه کېده ونه شوې.

د افغانستان جمهوري ریاست تېره شپه د طالبانو د هغه اقدام پر وړاندې غبرګون وښود چې په ابوظبۍ کې یې د افغان حکومت له پلاوي سره ونه کتل.

جمهوري ریاست په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د افغانستان دولت د یوه مسوول نظام په توګه خپل رسالت ترسره کړ، خو مخالف لوري هغه څه چې تمه ترې کېده ونه‌کړل.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د طالبانو له استازو سره د روانې اوونۍ د دوشنبې او سې شنبې ورځو د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کې په داسې حال کې خبرې وکړې چې د پاکستان، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان استازي هم حاضر وو. په دې ورځو د افغان حکومت یو پلاوی هم په ابوظبۍ کې و، خو طالبانو ورسره ونه کتل.

ارګ په خپله خبرپاڼه کې وايي، د طالبانو دې کار وښوده چې دوی سولې ته ژمن نه دي بلکې د جګړې دوام غواړي.

د ارګ خبرپاڼه زیاتوي چې د سعودي، اماراتو او امریکا استازو هم له دې کبله خواشیني ښودلې چې طالبانو د حکومت له پلاوي سره ونه کتل.

ابوظبۍ کې له افغان پلاوي سره د طالبازو استازو نه لیدل دې ډلې لپاره یوه سیاسي ماته وه.

خبرپاڼه یادونه کوي چې دا کار د طالبانو لپاره یوه سیاسي ماته وه. جمهوري ریاست ټینګار کوي چې افغان حکومت به د سولې هڅو ته دوام ورکړي، خو په عین حال کې به د هېواد وسله‌وال ځواکونه هم د تل په شان د خلکو او هېواد دفاع ته چمتو وي.

طالبانو د افغان حکومت د دې بیان په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد پرون د سولې د عالي شورا مشرتابه او د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون ځینو سیاسي شخصیتونو ته د ابوظبۍ د خبرو په اړه معلومات ورکړل.

د سولې د عالي شورا ویاند سید احسان طاهري تېره شپه ازادي راډیو ته د دې غونډې په اړه معلومات ورکړل.

سید احسان طاهري
سید احسان طاهري

نوموړي زیاته کړه:

"ډاکټر زلمي خلیل‌زاد د سولې له عالي شورا او د هېواد له یو شمېر سیاسي مشرانو سره یوه ګډه غونډه درلوده. ښاغلي خلیل‌زاد د سیمې هېوادونو ته د خپلو سفرونو او غونډو په اړه راپور ورکړ او له طالبانو سره په متحده عربي اماراتو کې د درېیو نورو هېوادو په حضور کې د خپلې غونډې په اړه یې بحث وکړ."

ښاغلي طاهري په دې اړه نور جزئیات ورنه‌کړل، خو زلمي خلیل‌زاد دې غونډې ته د اشارې په ترڅ کې پر ټویټر لیکلي ډېره مهمه دا ده چې ټول خلک په یو غږ د سولې په اړه خبرې کوي.

ښاغلي خلیلزاد له دې مخکې د چهارشنبې په ماښام په ارګ کې له ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره وکتل او له هغوی سره یې په ابوظبۍ کې د خپلو لیدنو کتنو او د بین‌الافغاني خبرو لپاره د راتلونکو ګامونو په اړه بحث وکړ.

له بلې خوا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب پرون پر ټویټر په یوه پیغام کې ظاهراً د ابوظبۍ غونډې ته د اشارې په ترڅ کې لیکلي چې د هېواد د راتلونکي په اړه د پریکړو صلاحیت یوازې د افغانستان خلک او د هغو منتخب مشران لري.

ښاغلي محب همدا راز لیکلي چې د منتخب حکومت لپاره بدیل نشته او د خلکو پر قربانیو به معامله ونه‌شي.

له بلې خوا د سولې په عالي شورا کې یوې سرچینې پرون ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو د استازو او ښاغلي خلیل‌زاد ترمنځ د خبرو بل پړاو به په را روانه جنوري میاشت کې په سعودي عربستان کې ترسره شي.

دا سرچینه چې نه غواړي نوم یې افشا شي وايي، دا احتمال شته چې په دې غونډه کې به د افغانستان د حکومت یو پلاوی هم ګډون وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG