د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۴

وال سټریټ ژورنال: د افغان پلاوي هڅه دا ده چې له طالبانو سره له نږدې وغږېږي

  • وال سټریټ ژورنال

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د متحده عربي اماراتو په کوربه‌توب له طالبانو سره د امریکا د لوړپوړي پلاوي په روانو خبرو یوه مقاله لیکلې ده.

ورځپاڼې له طالبانو سره د یوه نږدې کس په حواله لیکلي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي له طالبانو وغوښتل چې د اعتماد سازۍ لپاره دې شپږ میاشتنی اوربند اعلان کړي.

وال سټریټ لیکلي دا نه‌ده معلومه چې د امریکا استازي له طالبانو د دې غوښتنې په ځواب کې هغوی ته څه وړاندیز کړی.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد هیله ښودلې چې تر راتلونکې حمل میاشتې افغان حکومت او طالبان سوله وکړي.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې لیکلي د امریکايي او طالبانو د پلاوي په دې خبرو کې د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او پاکستان استازو هم حضور درلود.

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د ابوظبي خبرو ته خپل دوه استازي او د خپلو مرستیالانو ملا یعقوب او سراج‌الدین حقاني په استازولی یو یو کس استولی دلی.

ورځپاڼې لیکلي چې د افغانستان د سولې مرکچي پلاوی هم په ابوظبي کې دی.

د دغه پلاوي مشر عبدالسلام رحیمي چې د افغان ولسمشر د دفتر رئیس هم دی د سې شنبې په ورځ له زلمي خلیل‌زاد سره خبرې کړي.

وال سټریټ ژورنال: طالبانو ویلي چې په مهمو موضوع‌ګانو یوازې له امریکایانو سره د څو هېوادونو د استازو په حضور کې خبرې کوي.

د افغان پلاوي هڅه دا ده چې له طالبانو سره له نږدې وغږېږي او د سولې په راتلونکو خبرو ورسره بحث وکړي.

طالبانو ویلي چې په مهمو موضوع‌ګانو یوازې له امریکایانو سره د څو هېوادونو د استازو په حضور کې خبرې کوي.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د افغانستان د لانجې سوله‌ییز حل د راتلونکي ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره هم افغان ولسمشر اشرف غني او هم د امریکا جمهور رئیس ډونالد ټرمپ ته مهم بللي دي.

  • ډېلي مېل

په متحده عربي اماراتو کې د زلمي خلیل‌زاد او طالبانو خبرو د ډېلي مېل ورځپاڼې پام هم ځان ته اړولی دی.

د ورځپاڼې په لیکنه طالبانو د سې شنبې په ورځ په یوه تازه پیغام کې ویلي چې له زلمي خلیل‌زاد سره‌یې د سولې په رابطه مقدماتي خبرې کړي او دا بحثونه به دوام وکړي.

په دوام کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر سر د طالبانو د غوښتنې تکرار هم یاد شوی.

طالبانو ویلي چې استازو یې د سعودي عربستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو له چارواکو سره هر اړخیزې خبرې کړي.

ډېلي مېل ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دغو درېیو واړو هېوادونو په افغانستان کې د طالبانو پنځه کلن حکومت په رسمیت پېژندلی و.

ورځپاڼه لیکي د امریکايي چارواکو او طالبانو خبرې داسې وخت پیل شوې چې طالبانو پر افغان پوځیانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG