د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۸

اروپايي ټولنه: د خلیل‌زاد د هڅو نتیجه به په افغانستان کې د سولې ټینګښت وي


زلمی خلیل‌زاد
زلمی خلیل‌زاد

اروپايي ټولنه وايي، د افغانستان د سولې لپاره د د زلمي خلیل‌زاد هڅې مثبتې خوا ته روانې دي چې نتیجه به‌یې په افغانستان کې د سولې ټینګښت وي.

په داسې حال کې چې امریکا د افغانستان د جګړې د حل لارې د موندلو لپاره د خپلو هڅو د دوام خبره کوي، اروپايي ټولنه وايي چې روانې هڅې به په افغانستان کې د سولې ټینګښت ته لار هواره کړي.

په افغانستان کې د دغې ټولنې استازي پيري میاودون ازادي راډيو ته په يوه ځانګړې مرکه کې وویل چې د سولې د روانو هڅو په لړ کې ښه خبره دا ده چې سولې ته د رسېدو په لار کې له دواړو خواوو مثبت حرکتونه لیدل کېږي.

پیري میاودون
پیري میاودون

ده وویل:

"مهمه خبره دا ده چې موږ څنګه کولای شو چې هغوی د سولې خبرو ته وهڅوو، زما په اند د سولې لپاره انګېزه او حرکت شته، له دواړو طرفونو د سولې لپاره لېوالتیا ليدل کېږي، نو زه فکر کوم چې دا فرصتونه به د افغانستان د خلکو لپاره سوله راوړي."

ښاغلی میاودون د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې د اروپايي اتحاديې د دوامدارو او عملي هڅو ژمنه هم وکړه.

د نوموړي په خبره، د افغانستان په قضیه کې ښکېل هېوادونه او ټولې خواوې اوس دې نتیجې ته رسېدلي چې سوله‌ییز او باثباته افغانستان‌يې په ګټه دی او په دغه هېواد کې جګړه باید نور پای ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکايي چارواکو د دوشنبې په ورځ په متحده عربي اماراتو کې له طالب استازو سره خبرې وکړې او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت يوه ویاند ویلي چې په ابوظبي کې دغه خبرې د هغو هڅو يوه برخه ده چې هدف‌یې په افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو لپاره د افغانانو ترمنځ خبرو ته زمینه برابرول دي.

طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد رسنیو ته په يوه لېږلې اعلامیه کې ویلي چې د دغې ډلې د سیاسي دفتر غړي او امریکايي لوري ترمنځ په متحده عربي اماراتو کې مذاکرات کېږي چې د ځینو سرچینو په حواله، ښايي دغه خبرې درې ورځې دوام وکړي.

په اعلامیه کې دا هم راغلي چې په دې غونډه کې د پاکستان، متحده عربي اماراتو، او سعودي عربستان استازي هم ګډون کوي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو کارپوه شهزاده مسعود که څه هم د سولې روانې هڅې مثبتې ګڼي، خو وايي چې په دغه بهیر کې افغانان باید په حاشیه کې پاتې نه‌شي.

شهزاده مسعود
شهزاده مسعود

دی زیاتوي:

"ځينې اندېښنې هم شته، هغه دا چې داسې ونه‌شي چې افغانان په حاشیه کې پاتې شي او د پردې شاته د ځينو ګاونډیانو سره پټې معاملې وشي چې هغه به بیا هېڅ افغان ته هم د منلو نه‌وي، کوښښ باید دا وشي چې د سیمې هېوادونه په خپلو منځو کې يوې اجماع ته ورسېږي او بالاخره افغانان هم دې ته چمتو شي چې د بین‌الافغاني مذاکراتو له لارې خپل تصمیم په خپله ونیسي."

ښاغلی مسعود ټينګار کوي چې د سولې په بهیر کې تر هر چا د افغانانو رول ډېر مهم دی او ټولې خواوې باید هڅه وکړي چې د ملت ارادې ته کلک درناوی وکړي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG