ارزګان کې قومي مخورو او دیني علماوو په ابوظبي کې د سولې په تړاو د روانو خبرو ملاتړ وکړ.
دغه قومي مخور او دیني علماء نن چهارشنبه د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې سره راغونډ شوي وو.
دوی وویل، نور له جګړې ستړي شوي او سوله غواړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې په اړه د روانې اوونۍ د دوشنبې او سې شنبې په ورځ د زلمي خلیلزاد او طالب استازو ترمنځ په ابوظبي کې خبرې اترې وشوې.
په دې اړه نور حال د ازادي راډيو خبریال شریفالله شرافت په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سرهیې اورېدلی شئ: