د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۴

خلیلزاد: له افغان پلاوي سره خبرو ته نه حاضرېدل د طالبانو په زیان ده


ارشیف
ارشیف

په‎داسې حال کې چې طالبان د ابوظبۍ په غونډه کې د افغان حکومت پلاوي سره د خبرو لپاره حاضر نه‎شول اوس د افغان پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی دا کار د طالبانو یوه تېروتنه ګڼي او وايي چې پر طالبانو به منفي اغېز وکړي.

زلمي خلیل‌زاد د پنجشنبې په ورځ له اریانا ټلوېزیون سره په یوه ځانګړي مرکه کې ویلي چې امریکا، متحده عربي اماراتو سعودي عربستان او پاکستان هڅه کوله چې طالبان او د افغان حکومت استازي په یوه مېز سره کښېني.

زلمی خلیل‌زاد
زلمی خلیل‌زاد

نوموړي زیاته کړه:

"د طالبانو په اړه له موږ سره یوه پوښتنه ده چې ایا دوی جدي دي که نه؟ دوی په خبرو کې وايي چې سولې ته جدي دي، خو باید په عمل کې هم دا ثابته کړي، وبه ګورو چې دوی دا په عمل کې ښيي که‌نه؟ لکه له نورو افغانانو سره ناسته پاسته، د یو بل منل او داسې نور تر اوسه یوه پوښتنه ده. په ابوظبۍ کې له افغان پلاوي سره خبرو ته نه حاضرېدل زما په نظر یوه تېروتنه وه چې بالاخره به ورته په زیان تمام شي. دا هغه څه دي چې د دوی د جدیت په اړه يې پوښتنه را ولاړه کړې چې دوی څومره جدي دي."

د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی د دوشنبې، سې شنبې او چهارشنبو په ورځو د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کې د طالب استازو سره په خبرو بوخت وو.

په دغو خبرو کې د پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو استازو هم ګډون درلود.

ښاغلي خلیلزاد په دې مرکه کې وویل، د طالبانو ډېر ټينګار په دې و چې باید په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو په راتلونکي برخلیک خبرې وشي.

د ده په وینا طالبان په دې باور دي چې تېر ته نه ګرځي او غواړي چې د افغانستان د سیاسي راتلونکي په اړه یوې موافقې ته ورسېږي.

د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی وايي، د امریکا ټینګار په دې دی چې که طالبان رښتیا هم سوله غواړي باید له افغانانو سره په یوه مېز را غونډ او یو بل ومني.

ښاغلي خلیل‌زاد د مرکې په جریان کې وویل چې متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان ټینګار درلود چې باید د درېیو میاشتو اوربند اعلان شي، خو طالبانو د دغې غوښتنې په ځواب کې د وخت او فکر غوښتنه وکړه.

ده یو ځل بیا ټينګار وکړ چې که د جمهوري ریاست له انتخاباتو مخکې سوله وشي چې امکان يې هم شته غوره کار به وي.

د مؤقتي حکومت په اړه د راټوکېدلو اندیښنو په ځواب کې ښاغلی خلیل‌زاد وايي چې د طالبانو سره په مخامخ خبرو کې د افغانستان په سیاسي مسایلو او انتخاباتو یوه جمله خبرې هم نه دي شوي.

د ده په وینا امریکا نه غواړي چې د افغانستان په کورنیو مسایلو کې ځان ښکېل کړي خو د تېرو ۱۷ کلونو لاسته راوړنو په ساتلو ټينګار لري.

له دې ټولو سره د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر وايي چې هېڅ کوم هېواد یا کوم کس د حکومت په جوړیدو او یا سیاسي ویشنو د پرېکړې حق نه لري.

د یادې شورا ویاند طارق ارین رسنیو ته په یوه لېږلي ویډيويي پیغام کې ویلي چې د افغانستان د راتلونکي په اړه د تصمیم نیونې حق له افغانانو او افغان مشرانو سره دی:

"د افغانستان د راتلونکي په اړه پرېکړه کول افغانانو او د هغوی مشرتابه پورې تړاو لري. د منتخب دولت هېڅ ځای ناستی وجود نه لري. د افغانستان د خلکو په قربانیو به معامله ترسره نه شي. د افغانستان خلک د تل پاتې سولې غوښتونکي دي، نه د داسې یوې معاملې چې زموږ قربانۍ له پامه وغورځوي. د سولې لپاره هڅې سټراټېژيک زغم او زړورتیا ته اړتیا لري."

له دې سره د چارو ځيني څيړونکي له ډلې يې انتظار خادم په دې باور دی چې جګړه او سوله دواړه په افغانانو پورې اړه لري نو ځکه هم باید د دغو موضوعاتو په اړه د پرېکړې حق له افغانانو سره وي نه له بل چا سره.

راپور: یوسف خان "ځدراڼ"

XS
SM
MD
LG