د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۴

عمر داوودزی: ډېر ژر به د سولې د معاهدې پر مسوده کار پیل شي


ارشیف، د سولې عالي شورا د دارالانشاء نوی رئیس محمد عمر داوودزی
ارشیف، د سولې عالي شورا د دارالانشاء نوی رئیس محمد عمر داوودزی

د سولې د وروستیو هڅو په دوام د سولې په اړه د سیمه‌ییزې اجماع په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي او د سولې عالي شورا د دارالانشاء نوی رئیس محمد عمر داوودزی وايي، ډېر ژر به د سولې د معاهدې پر مسودې کار پیل شي.

ښاغلي داوودزي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لیندۍ ۲۸» د نوې دندې د پیل پر مهال یوې غونډې ته په وینا کې وویل، کومې اړیکې چې دوی يې لري سوله په نږدې راتلونکې کې کېدونکې ده.

نوموړي زیاته کړه:

"ډېر ژر به تاسې د داسې ټیم شاهدان واوسئ چې د سولې د معاهدې په مسودې کار پیل کړي، دا به ډېر ژر ترسره شي او زه بیا هم وایم چې سوله واقعاً نږدې ده او کومه تجربه او اړیکې چې زه‌یې لرم، یعنې په راتلونکو څو میاشتو کې به د پام وړ پرمختګونو شاهدان واوسو."

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌‌زاد

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې عالي شورا رئیس محمد کریم خلیلي په دغه غونډه کې وویل چې د سولې عالي شورا د سولې له هرې هڅې ملاتړ کوي.

دا په‌داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې په اړه د روانې اوونۍ د دوشنبې او سې شنبې په ورځ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌‌زاد او طالب استازو ترمنځ په ابوظبي کې خبرې اترې وشوې او دغه خبرې اترې د چهارشنبې په ورځ هم روانې وې.

همدارنګه یو شمېر رسنیو راپور ورکړی چې په‌‌دغه لیدنو کتنو کې زلمي خلیل‌زاد طالب استازو ته په افغانستان کې د شپږ میاشتني اوربند وړاندیز کړی او همدا شان‌يې له طالبانو غوښتنه کړې چې له افغان پلاوي سره مخامخ خبرې اترې وکړي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې پخوانی غړی معین مرستیال وايي، د سولې لپاره دا مهال په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه اجماع رامنځته شوې او حکومت باید ترې ښه ګټه واخلي.

نوموړي وویل، دا مهال ګاونډي هېوادونه هم په‌دې قانع شوي چې نور باید په افغانستان کې سوله راشي.

د ولسي جرګې پخوانی غړی معین مرستیال د ازادي راډیو په یوه ژوندۍ خپرونه کې

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان د سولې مسئله او دغه بهیر په نړیواله کچه د بحث محراق ته راغلې او ګاونډي هېوادونه هم په دې قانع شوي چې په افغانستان کې سوله راشي او ټول افغانان له دې بهیر او شویو هڅو ملاتړ کوي."

تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي هم ویلي چې د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د بېلابېلو لورو په تېره بیا د امریکا له‌خوا وروستیو چټکو هڅو په دې هېواد کې د سولې د ټینګېدو په اړه هیلې هم زیاتې کړي دي.

امریکایي چارواکو تر اوسه له طالبانو سره په خبرو کې تر ډېره د دې هڅه کړې چې دغه ډله اوربند ته غاړه کېږدي او د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرې پیل کړي، خو د طالبانو له لوري بیا له دې هېواده د نړیوالو ځواکونو د وتلو پر مسئلې ډېر ټينګار شوی دی.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG