د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۱

مسیر: بالاخره طالب استازو له افغان حکومت سره مشروطې خبرې منلي


د کابل د نن ورځې چاپي ورځپاڼو یو وار بیا د افغانستان د سولې په اړه په ابوظبي کې د طالبانو، امریکا، پاکستان او د متحده عربي اماراتو د استازو ترمنځ په روانو خبرو مقالې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • مسیر

مسیر خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي دي چې د خبرو په دوهمه ورځ هم طالب استازو او امریکايي پلاوي د افغانستان د سولې په اړه اوږده بحثونه کړي دي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي دي چې په‌دې خبرو اترو کې طالب استازو د خپلو بندیانو په خوشې کولو، له تور لېسته د دوی د مشرانو په ایستلو او د قطر د دفتر په رسمي کېدو ټینګار کړی دی.

د سرمقاله لیکونکي د معلوماتو له مخې چې امریکايي پلاوي بیا له طالب استازو غوښتي چې له افغان حکومت سره خبرو ته غاړه کېږدي، په افغانستان کې امریکايي اډې ومني او دغه‌شان اوربند اعلان کړي.

په سرمقاله کې راغلي دي چې په خبرو کې پرمختګونه شوي، خو لا معلومه نه‌ده چې څه او څومره پرمختګ شوی دی؟

د سرمقالې لیکوال لیکي:

د خبرو په دوهمه ورځ خلیل‌زاد د طالب استازو غوښتنې واورېدې او ډاډ يې ورکړ چې طالب مشران به له تور لېسته وایستل شي، خو د دې لپاره باید افغان حکومت په رسمي ډول له ملګرو ملتونو غوښتنه وکړي، همدا شان د طالبانو د بندیانو د خلاصون مسئله هم په حکومت پورې اړه لري او خلیل‌زاد د قطر د دفتر د رسمي کېدو سره هم موافقه کړې، خو ویلي دي چې دا کار هم د حکومت له موافقې پرته ناشونی دی، نو په‌کار ده د دې ټولو کارونو لپاره باید طالبان له حکومت سره خبرې وکړي.

په سرمقاله کې دا هم راغلي دي چې بالاخره طالب استازو له افغان حکومت سره مشروطې خبرې کول منلي دي.

د سرمقالې لیکوال لیکي، داسې ښکاري چې دا وار ټول لوري له سخت فشار سره مخ دي او باید توافق وکړي.

د سرمقالې لیکوال باور لري چې دا وار په خبرو کې د کوټې شورا د استازو برخه اخیستنه هم مثبت ټکی دی او دا هغه څه دي چې له جوړجاړي سره مرسته کولای شي.

  • ویسا
د ابوظبي په ناسته کې طالب استازو په مغرورانه چلند سره د افغان پلاوي سره له کتلو انکار وکړ.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې پر لنډ مهاله حکومت خبرې تر سرلیک لاندې په سرمقاله کې لیکلي دي چې په تېرو دوه ورځو کې هڅه شوې چې طالب استازي له حکومتي پلاوي سره خبرو ته اماده کړل شي، خو طالبان لا هم له حکومت سره خبرو ته نه‌دي چمتو.

په سرمقاله کې وړاندې د روېټرز په حواله لیکل شوي دي چې د تېرې ورځې په خبرو کې په شپږ میاشتني اوربند او په افغانستان کې د مؤقت حکومت په جوړېدو خبرې شوې دي.

په سرمقاله کې د روېټرز په حواله راغلي دي چې زلمي خلیل‌زاد د شپږ میاشتني اوربند خبره کړې او طالب استازو په دې شرط دغه غوښتنې ته د مثبت سر خوځولی دی چې د متحده عربي اماراتو او پاکستان په ضمانت دې په افغانستان کې د لنډ مهالي حکومت په جوړېدو هوکړه وشي چې مشر به‌يې د طالبانو په خوښه وي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې افغانان د طالبانو امارت نه‌غواړي.

د دغه ورځپاڼې په سرمقاله کې لیکل شوي دي چې د ابوظبي په ناسته کې طالب استازو په خپل مغرورانه چلند د افغان پلاوي سره له کتلو انکار وکړ.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي دي چې طالبان فکر کوي چې ګوندې د افغانستان اصلي واکداران دوی دي او د دې هېواد په اړه باید هره خبره له دوی سره وشي.

خو سرمقاله لیکونکی لیکي چې افغان حکومت د خلکو د ارادې په خوښه رامنځته شوی، که څه هم ستونزې به لري، خو په ټوله کې د افغانستان د ټولو قومونو استازولي کوي او د طالبانو له نظامه په هر لحاظ ښه دی.

د سرمقالې په وروستۍ برخه کې لیکل شوي چې افغانان سوله غواړي، نه د طالبانو امارت، نو په‌کار ده چې طالبان د سیاست له لارې حکومت ته راګډ شي نه له کومې بلې لارې.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې په‌دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي دي چې افغان حکومت د هرې غونډې چې سوله راولي ننګه او ملاتړ کوي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي دي چې د سولې پر سر داسې معامله چې د افغانانو ملي ارزښتونه ګواښي ورته د منلو وړ نه‌ده.

سرمقاله لیکونکی لیکي:

افغانان یو وار بیا لنډ مهاله حکومت نه‌شي تجربه کولای، بلکې هر ډله چې راځي باید د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو له لارې خپل کاندید ته کار وکړي او واک ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG