د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۱

روېټرز: خلیل‌زاد طالب پلاوي سره پر اوربند او د نړیوالو ځواکونو په راتلونکي غږېدلی


نن د درېیمې پرله‌پسې ورځې لپاره د متحده عربي اماراتو ابوظبي ښار د طالبانو او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د خبرو کوربه دی.

د پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو استازي هم په‌دې خبرو اترو کې حضور لري.

روېټرز خبري اژانس وايي، طالب چارواکو ورته د نوم نه‌ښودلو په شرط ویلي، د خبرو اترو په دوهمه ورځ بحثونه په یو شپږ میاشتني اوربند او په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو په راتلونکي متمرکز وو.

روېټرز د طالبانو د همدې سرچینو په حواله وايي، امریکايي لوري ترې غوښتي، څو د افغانستان راتلونکی سرپرست حکومت لپاره خپل استازي وټاکي.

تر اوسه پورې افغان حکومت او یا کابل کې د امریکا سفارت د خبرو د دوهمې ورځې د بهیر په اړه کومه تبصره نه‌ده کړې.

له هغې ورځې چې زلمی خلیل‌زاد د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی ټاکل شوی، تر اوسه پورې یې درې ځلې له طالبانو سره خبرې کړي.

د دوی د خبرو اترو بل پړاو د سعودي په پایتخت ریاض کې ترسره کېږي، خو دقیق وخت‌یې لا نه‌دی ټاکل شوی.

په راپورونو کې ویل شوي چې د سې شنبې په ورځ د امریکا له‌خوا په شپږ میاشتني اوربند له ټینګار وروسته طالب لوري دوه موضوعات مطرح کړي؛

  • لومړی دا چې مؤقت حکومت دې رامنځته شي او مشري دې هم داسې چا ته وسپارل شي چې طالبان‌یې وړاندیز کوي.
  • دوهمه دا چې سعودي عربستان، پاکستان او متحده عربي امارات دې د دې پروسې تضمین وکړي.

خو د سې شنبې په ورځ ناوخته وسله‌والو طالبانو دا راپورونه رد کړل.

دې ډلې په یوې اعلامیه کې ویلي چې خبرې اترې تر ډېره د دوی په وینا د «امریکا په اشغال» متمرکزې وې او زیاته کړې یې ده چې د مؤقت حکومت، اوربند، انتخاباتو یا بلې کومې کورنۍ مسئلې په اړه بحث نه‌دی شوی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر شیر محمد عباس ستانکزی د ابوظبي په خبرو اترو کې د طالب پلاوي مشري کوي.

شیر محمد عباس ستانکزی
شیر محمد عباس ستانکزی

ویل کېږي چې د طالبانو د پلاوي په ترکیب کې د کوټې شورا څو غړي هم شامل دي.

د ولسمشر د دفتر د رئیس عبدالسلام رحیمي په مشرۍ د افغانستان د حکومت یو پلاوی هم ابوظبي کې دی او دغلته‌یې پر زلمي خلیل‌زاد سربېره د پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو له چارواکو سره کتلي دي.

د افغانستان د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري ویلي، دا پلاوی هڅه کوي چې له طالب لوري سره له نږدې خبرې وکړي او دواړو خواوو ترمنځ مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي، خو د روېټرز خبري اژانس وايي، تر اوسه داسې کومه نښه نه‌ده لیدل شوې چې طالبان دې له افغان پلاوي سره مخامخ خبرو ته چمتو وي.

طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، دوی به له افغان حکومت سره خبرې ونه‌کړي.

نوموړي د ابوظبي خبرې د ده په وینا د اشغال د پای ته رسولو لپاره مذاکرات بللي دي.

خو له دې ټولو سره، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د عملي پیل لپاره هیله‌مندۍ تر بل هر وخت زیاتې دي.

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د سې شنبې په ورځ په کابل کې د «کډوالو د ورځې په مناسبت» یوې غونډې ته په وینا کې وویل، ځیني فکر کوي چې په جګړه کې یې ګټه ده، خو د عبدالله په وینا سوله د ټول افغانستان په ګټه ده.

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

نوموړي زیاته کړه:

"په سوله کې به ټول ګټونکي یوو. د جګړې د دوام له کبله افغانستان فرصتونه له لاسه ورکوي. خلک فرصتونه له لاسه ورکوي."

په همدې ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پر خپل ټویټر لیکلي:

"هېواد به‌یې په افغانستان کې د سولې او د خپل دې ګاونډي د هوساینې لپاره هڅې وکړي."

امریکا ټینګار کوي چې د سولې لپاره د وروستیو هڅو هدف‌یې د افغانانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرو ته اسانتیا برابرول دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد لپاره د راتلونکي وري میاشت کې د افغانستان د ولسمشرۍ تر انتخاباتو مخکې د سولې یو توافق ته رسېدل اصلي هدف ګڼل کېږي.

اوس به په راتلونکې درې میاشتو کې ولیدل شي چې د زلمي خلیل‌زاد د تېرو درې میاشتو هڅې څومره رنګ راوړي او ایا افغانستان رښتیا هم د سولې پړاو ته رسوي او که‌نه؟

XS
SM
MD
LG