د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۵

تدامیچي یاماموتو: افغانستان کې د سولې امکانات تر بل هر وخت زیات شوي


د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د بېلابېلو لورو په تېره بیا د امریکا له‌خوا وروستیو چټکو هڅو په دې هېواد کې د سولې د ټینګېدو په اړه هیلې هم زیاتې کړې دي.

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان په قضیه کې د ښکېلو مهمو لورو له‌خوا د روانو خبرو په ترڅ کې تېره شپه د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې هم د نورو مسایلو تر څنګ د سولې پر موضوع خبرې وشوې.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي، دې غونډې ته وویل چې په دې هېواد کې د سولې امکانات تر بل هر وخت زیات شوی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وایي، په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د خبرو اترو یو داسې فرصت رامنځته شوی چې له دې مخکې هېڅکله هم نه‌و، شوی.

تدامیچي یاماموتو دغه څرګندونې تېره ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړې غونډې ته چې د افغانستان پر روان وضعیت بحث ته ځانګړې شوې وه، په وینا کې وکړې.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو

یاماموتو وویل، د سولې روانې هڅې د دوی لپاره هیله بخښونکې او په داسې یوه حساسه مرحله کې دي چې سیاسي فضا باید دې ته زمینه برابره کړي چې د جګړې اصلي لوري خپل دریځونه مشخص کړي چې په څه ډول کولای شي له وروستیو پرمختګونو سره ځان عیار کړي.

​نوموړي زیاته کړه:

"موږ هیله‌مند یو چې دغه اوسنی فرصت دواړه خواوې سره یوځای کړي ترڅو وکولای شي هغو بېلابېلو مسایلو ته حل‌لارې ولټوي چې یوه سوله‌ییز جوړجاړي ته د رسېدو لپاره ورته اړتیا ده."

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو دغه‌راز وویل چې دا هم یو واقعیت دی چې د سولې د هڅو په دغه لومړنۍ مرحله کې به جګړې او خبرې دواړه دوام کوي، خو مهمه ده چې ښکېل لوري په تېره بیا ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره له احتیاطه کار واخلي او شخړې کمې کړي.

یاماموتو د سیمې پر هېوادونو هم غږ وکړ چې د سولې د خبرو د پر مخ بیولو لپاره د یوې مناسبې فضا په رامنځته کولو کې مرسته وکړي او پرېږدي چې د افغانستان وګړي د خبرو اترو له لارې خپل کورني اختلافات هوار کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د افغانستان د جګړې د مهمو لورو د طالبانو استازو او امریکایي چارواکو پرون د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبي کې خبرې ترسره کړې.

په‌دې خبرو کې د افغانستان په مسئله کې د ښکېلو څو نورو مهمو لوبغاړو، پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو استازو هم ګډون کړی، خو د جګړې د بل اصلي لوري د افغانستان د حکومت مرکچي پلاوي ګډون نه‌و کړی ځکه طالبانو ورسره د یوه مېز تر شا له خبرو کولو ډډه کړې ده.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي، مرکچي پلاوی په ابوظبي کې دی او د منځګړو له لارې خبرې اترې له نږدې څاري چې مخامخ خبرو ته ځان برابر کړي.

د طالبانو د سرچینو په حواله دغه خبرې به چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په مشرۍ پلاوي او طالبانو ترمنځ ترسره کېږي، درې ورځې دوام وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزرات ویلي، د سولې په هدف سیمې ته د ښاغلي خلیل‌زاد روان سفر به دوه ورځې نور د ډسمبر تر ۲۰مې دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG