د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۸

د حکومت اجرائیه رئیس: د سولې په بهیر کې ټولې خواوې ګټونکې دي


وروسته له هغې چې د افغانستان جمهوري ریاست د افغان حکومت د پلاوي او طالب استازو ترمنځ خبرې نېږدې وبللې، د حکومت اجرائیه رئیس وايي چې د سولې په بهیر کې ټولې خواوې ګټونکې دي.

عبدالله عبدالله چې د سې شنبې په ورځ یې په کابل کې د کډوالو نړیوالې ورځې په مناسبت یوې غونډې ته وینا کوله وویل چې د جګړې د دوام په صورت کې به افغانان فرصتونه له لاس ورکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"سوله د افغانانو غوښتنه ده، خو هغه عوامل چې ولې سولې ته نه یو رسېدلي، هم معلوم دي، یو شمېر غواړي چې د جګړې له لارې یو ځل بیا په افغانستان مسلط شي او د خپلې خوښې نظام جوړ کړي،

  • ایا په‌دې هېواد کې دا ممکنه ده؟
  • د سولې لپاره هر فرصت ردولو معنی څه ده؟

له بلې خوا په سوله کې ټولې خواوې ګټونکې دي د جګړې په دوام سره هېواد فرصتونه له لاسه ورکوي."

عبدالله عبدالله
عبدالله عبدالله

که څه هم ښاغلي عبدالله د امریکايي چارواکو او طالب استازو ترمنځ وروستیو خبرو ته اشاره ونه‌کړه، خو ویې ویل چې د سولې د راتګ لپاره د افغان حکومت وروستي هڅې د خلکو د غوښتنو په اساس کېږي.

دا په‌داسې حال کې ده چې د افغانستان جمهوري ریاست په یوې خپرې کړې اعلامیې کې ویلي چې د ولسمشر د دفتر د رئیس عبدالسلام رحیمي په مشرۍ افغان پلاوی له طالبانو سره د پيل کېدونکو خبرو لپاره ابوظبۍ ته رسېدلی.

په اعلامیه کې راغلي ښاغلي رحیمي د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان د سولې لپاره ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد سره کتلي او ټاکل شوې چې روانه اوونۍ د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو له استازو سره هم وګوري.

خو د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد خبري رسنیو ته په لېږلې اعلامیه کې ویلي چې د دوی استازي به د افغان حکومت له پلاوي سره ونه ګوري.

ذبیح‌الله مجاهد د سې شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، تېره ورځ د دوی استازو له زلمي خلیل‌زاد سره په مقدماتي ډول کتلي او همداشان دوهم ځل ملاقاتونه پیل شوي دي.

د طالبانو ویاند وايي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل او په افغانستان کې وروستۍ بمبارۍ هغه موضوعات و چې په دغه ملاقاتونو کې ورباندې بحث وشو.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې یو شمېر غړي د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرې له پيل او همدا شان د سولې په اړه د زلمي خلیل‌زاد له هڅو هرکلی کوي.

د دغې جرګې دوهم منشي محمد فیصل سمیع د سې شنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې وویل:

"ښاغلي خلیل‌زاد چې د سولې په اړه کومې هڅې پیل کړي، موږ ورنه ملاتړ کوو، سوله د افغانانو یوه اړتیا ده، هیله لرم چې زموږ په هېواد کې سوله راشي هغوی چې په‌دې برخه کې همکاري کوي افغانان ورنه مننه کوي."

ښاغلی سمیع او یو شمېر سناتوران د مشرانو جرګې د سې شنبې د ورځې په عمومي غونډه کې همدا شان هیله څرګنده کړه چې د ابوظبۍ ناسته به وشي کړای افغانان سولې ته نېږدې کړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG