د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۸

زلمي خلیل‌زاد د ملي یووالي حکومت له رهبرانو سره په څه وغږېد؟


زلمي خلیل‌زاد د ملي یووالي حکومت له رهبرانو سره
زلمي خلیل‌زاد د ملي یووالي حکومت له رهبرانو سره

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي په کابل کې د افغان حکومت له مشرانو سره کتلي دي.

د ملي یووالي د حکومت د مشرانو او زلمي خلیل‌زاد ترمنځ په لیدنه کې چې تېره شپه په کابل کې ترسره شوې په ابوظبي کې د طالب استازو سره د خبرو اترو او د سولې په اړه د راتلونکو ګامونو او د بین‌الافغاني خبرو اترو په اړه خبرې شوې دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په خپله ټویټرپاڼه لیکلي دي چې تېره شپه‌يې له ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره کتلي دي.

ښاغلي خلیلزاد وړاندې په خپل ټویټ کې لیکلي دي چې دی به نن د مدني ټولنو او د سیاسي ګوندونو له استازو او ځوانانو سره هم له طالب استازو سره د وروستیو لیدنو کتنو جزئیات شریک کړي.

زلمی خلیل‌زاد
زلمی خلیل‌زاد

په همدې حال کې د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري وايي چې ښاغلی خلیل‌زاد به نن د سولې عالي شورا له مشرانو سره هم وګوري او هیله شته چې وروستۍ هڅې په هېواد کې د سولې د ټینګښت لامل وګرځي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ اړتیا لرو چې د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې اترې پیل کړو، په‌دې اړه ترسره شوې ناستې ډېرې مهمې دي او دا ناستې به تر هغې دوام پیدا کړي، څو چې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې وشي، موږ ته د حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې اترې ډېرې مهمې دي."

سید احسان طاهري د سولې عالي شورا ویاند
سید احسان طاهري د سولې عالي شورا ویاند

دا په‌داسې حال کې ده چې د متحده عربي اماراتو په مرکز ابوظبي کې د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د طالب استازو او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد ترمنځ درې ورځنۍ لیدنه پای ته رسېدلې ده.

په دې ناسته کې د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او د پاکستان استازو هم برخه لرله.

ښاغلي خلیل‌زاد کابل ته له راتګ وړاندې تېره ورځ له پاکستاني مقاماتو سره د خبرو په هدف اسلام‌اباد ته هم سفر درلود.

په کابل کې د امریکا سفارت یوه ویاند ویلي چې ښاغلي خلیل‌زاد په اسلام‌اباد کې د پاکستان له لوی درستیز قمر جاوېد باجوه سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې اترې وکړې.

که څه هم تر دې دمه د ابوظبي د ناستې جزئیات نه‌دي په ډاګه شوي، خو یو شمېر رسنیو راپور ورکړی چې په‌دې ناسته کې؛

  • له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په نېټه.
  • د مؤقت حکومت په رامنځته کېدو.
  • د طالب بندیانو خوشې کول.
  • په شپږ میاشتني اوربند.
  • او د ملګرو ملتونو له تور لېسته د طالب مشرانو د ایستلو په مسئلو هم بحثونه شوي دي.

وسله‌والو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په افغانستان کې د مؤقت حکومت پر جوړېدو او اوربند په دې ناسته کې بحثونه نه‌دي شوي، خو د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د چهارشنبې په ورځ په خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې د افغانستان د راتلونکي په اړه د تصمیم واک د افغانانو او افغان مشرانو حق دی، د مؤقت حکومت لپاره ځای نه‌شته او د افغانانو په قربانیو به معامله ونه‌شي.

ښاغلي محب همدا شان ټینګار کړی چې د یوه خپلواک هېواد په توګه هېڅ هېواد یا شخص د دې واک نه‌لري چې په افغانستان کې د حکومتوالۍ فورمول بدل یا هم تازه داسې ساختار وړاندې کړي چې د اساسي قانون او سیاسي واکونو سره په ټکر کې وي.

بل‌خوا یوې معتبرې حکومتي سرچینې ازادي راډيو ته ویلي چې افغان حکومت د ابوظبي ناستې په ځینو مواردو اعتراض لري؛

  • له طالب استازو سره افغان پلاوي ته د خبرو زمینه نه‌برابرول.
  • په مؤقت حکومت بحث.
  • د افغان حکومت په مشرۍ د سولې د هلو ځلو په ملاتړ د پاکستان، سعودي. عربستان او متحده عربي اماراتو له لوري د یوې ګډې اعلامیې نه‌خپرول.
  • او له دغې ناستې د طالبانو د ځان په ګټه تبلیغات هغه څه دي چې د سرچینې په وینا د افغان حکومت د اعتراض لامل ګرځېدلي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې مرستیال منشي عرفان‌الله عرفان وايي چې ټول افغانان په هېواد کې د سولې د ټینګښت غوښتونکي دي، خو نوموړی ټینګار کوي چې د سولې په خبرو کې باید د ټولو اړخونو غوښتنې په نظر کې ونیول شي.

د ولسي جرګې مرستیال منشي عرفان الله عرفان
د ولسي جرګې مرستیال منشي عرفان الله عرفان

نوموړي زیاته کړه:

"دا یوه اړتیا ده چې سوله باید یو طرفه او تحمیلي ونه‌اوسي، بلکې د افغانستان واقعیتونو ته په کتو او د دواړو لورو ترمنځ په تفاهم ترسره شي او رهبري يې د افغانانو په لاس کې وي، د دې تر څنګ باید د دواړو لورو یعنې افغان حکومت او طالبانو نظرونه هم واخیستل شي او ټول باید د افغانستان په راتلونکي نظام کې خپل ځانونه وګوري."

که څه هم لا معلومه نه‌ده چې د طالب استازو او امریکايي لوري ترمنځ به راتلونکې ناسته کله او چېرته ترسره شي؟ خو د عربي متحده اماراتو دولتي خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ لیکلي چې د دې خبرو څلورم پړاو به په ابوظبي کې وي.

سرچینې په دې اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړي.

خو دا چې د طالب استازو او زلمي خلیل‌زاد ترمنځ به راتلونکې ناسته کومې پایلې ولري او ایا طالبان به له افغان حکومت سره مخامخ خبرو اترو ته حاضر شي او که نه؟ هغه پوښتنه ده چې سم دستې ورته ځواب نهشي ویل کېدای.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG