د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱ سلواغه ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۳

اجرائیه ریاست: امریکا هڅه کوي څو افغان پلاوی له طالب استازو سره وغږېږي


سپېدار ماڼۍ، د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه ریاست
سپېدار ماڼۍ، د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه ریاست

افغان حکومت وايي، متحده ایالات او د افغانستان نور ملاتړي نړیوال هېوادونه هڅه کوي چې د افغان پلاوي او طالب استازو ترمنځ مخامخ خبرې ترسره شي.

سره له دې چې وسله‌والو طالبانو له درېیو پرله‌پسې ورځو راهیسې له افغان پلاوي سره احتمالي خبرې اترې رد کړي، خو افغان حکومت لا هم دغه کتنې ته خوشبین دی.

اجرائیه ریاست وايي، د افغانستان یو شمېر نړیوال ملاتړي هېوادونه په ځانګړي ډول متحده ایالات هڅه کوي چې په ابوظبي کې د طالبانو استازي د افغان حکومت د سولې له پلاوي سره خبرې اترې وکړي.​

فریدون خوځون د اجرائیه ریاست ویاند

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:

"موږ لا هم هیله لرو چې طالب استازي به د افغان حکومت له مذاکره کوونکي پلاوي سره وګوري، ځکه متحده ایالات او زموږ نور دوست هېوادونه هڅه کوي، څو طالبان تشویق کړي او د طالب استازو او افغان پلاوي ترمنځ مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي."

تېره ورځ د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ هم په یوه اعلامیه کې ویلي و چې د ولسمشر د دفتر د رئیس عبدالسلام رحیمي په مشرۍ د افغان حکومت مذاکره کوونکی ټیم د طالبانو د استازو سره په نږدې راتلونکي کې د مذاکراتو د پیل او د دواړو لورو مخامخ ناستې ته د چمتووالي لپاره ابوظبي ته ورسېد.

خو د وسله‌والو طالبانو یو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د چهارشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په ټیلیفوني خبرو کې وویل چې د دوی استازي به د متحده عربي اماراتو په مرکز ابوظبي کې د افغان حکومت له پلاوي سره ونه‌ګوري.

دا په‌داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې په اړه د روانې اوونۍ د دوشنبې او سې شنبې په ورځ د زلمي خلیل‌زاد او طالب استازو ترمنځ په ابوظبي کې خبرې اترې وشوې.

لا هم هیله لرو چې طالب استازي به د افغان حکومت له مذاکره کوونکي پلاوي سره وګوري.

یو شمېر رسنیو راپور ورکړی چې په‌دغه لیدنو کتنو کې زلمي خلیل‌زاد طالب استازو ته په افغانستان کې د شپږ میاشتني اوربند وړاندیز کړی او همدا شان‌يې له طالبانو غوښتنه کړې چې له افغان پلاوي سره مخامخ خبرې اترې وکړي.

د کابل یو شمېر چاپي ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې لیکلي دي چې طالب استازو د خلیل‌زاد د وړاندیز د منلو په بدل کې؛

  • په افغانستان د مؤقت حکومت رامنځته کېدل.
  • د طالب بندیانو خوشې کول
  • او د دغه ډلې د مشرانو له تور لېسته د ایستلو خبره مطرح کړې ده.

خو د دغه ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد چې د چهارشنبې په ورځ‌يې له ازادي راډيو سره خبرې کولې دغه موارد رد کړل او ویې‌ویل چې د طالب استازو او زلمي خلیل‌زاد ترمنځ له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او په هېواد کې د وروستیو هوايي حملو په اړه بحثونه شوي دي.

د سیاسي چارو یو شمېر افغان کارپوهان هم په‌دې باور دي چې د طالب استازو او افغان پلاوي ترمنځ په متحده عربي اماراتو کې مخامخ خبرې نه‌کېږي.​احمد سعیدي افغان کارپوه

له ډلې يې احمد سعیدي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:

"د متحده عربي اماراتو ناسته نن پای ته رسېږي، که څه هم سعودي عربستان، امریکا او متحده عربي اماراتو هڅه وکړه، خو طالبان حاضر نه‌شول چې د افغان حکومت له مذاکره کوونکي پلاوي سره وګوري."

ښاغلي سعیدي همدا شان وویل چې دا چې طالبان له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په نېټه ټینګار کوي شاید د دغه کار په صورت کې طالبان به په راتلونکي کې حاضر شي چې د افغان حکومت د مذاکره کوونکي پلاوي سره مخامخ خبرو ته کېني.

د ده په خبره اوس‌مهال امریکا هم حاضره نه‌ده چې د افغان پلاوي او طالب استازو ترمنځ له لیدلو وړاندې د بهرنیو ځواکونو د وتلو د دقیقي نېټې په اړه پرېکړه وکړي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG