افغانستان
چین د طالبانو له حکومته غوښتي چې په افغانستان کې د چینايي وګړو امنیت تامین کړي
چین د طالبانو له حکومته غوښتي چې په افغانستان کې د چینايي وګړو امنیت تامین کړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت نن سه شنبې د (جنوري۲۰مه) ویلي،"بجینګ په فوري توګه له افغان چارواکو غواړي چې د پرونۍ برید ټپیانو د درملنې لپاره لازم اقدامات وکړي او د چینايي وګړو د امنیت د تامین په موخه ځانګړي تدابیر ونیسي".
بل پلو، چین خپلو اتباع ته خبرداری ورکړی چې افغانستان له سفر کولو ډډه وکړي.
پرون دوشنبې د کابل د شهرنو په ګلفروشۍ کوڅه کې د چینایانو پر یوه رستورانت برید وشو چې ۷ کسان په کې وژل شوي او شاوخوا شل نور په کې ټپیان شول.
داعش وسله والې ډلې د برید مسولیت منلی دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د کابل په برید کې دوه چینایان وژل شوي
په کابل کې یوې سرچینې ازادي راډيو ته وویل چې د دوشنبې د ورځې په برید کې د دوو چینایانو په ګډون اووه تنه وژل شوي او شاوخوا دیارلس نور ټپيان شوې دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت تر دې مخکې د یوه چینایي د وژلو او د بل د ټپي کیدو خبر و رکړی و.
د کابل په ګلفروشي کوڅه کې د چینایانو پر یوه رستورانت د ( جنوري په ۱۹ مه) له یوې چاودنې وروسته دا مرګ ژوبله اوښتې ده. داعش خراسان څانګې د دې برید مسوولیت منلی دی.
چین د طالبانو له حکومته غوښتي چې په افغانستان کې د چینايانو امنیت تامین کړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت نن سه شنبې د (جنوري۲۰مه) ویلي،"بجینګ په فوري توګه له افغان چارواکو غواړي چې د دوشنبې د ورځې د برید د ټپیانو د درملنې لپاره د پام وړ هڅې وکړي او د چینايي وګړو د امنیت د تامین لپاره ځانګړي تدابیر ونیسي".
بل پلو، چین خپلو اتباع ته خبرداری ورکړی چې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي.
د فوټسال ملي لوبډلې ویتنام ته ماتې ورکړه
د فوټسال ملي لوبډلې نن سه شنبې په خپله دویمه لوبه کې ویتنام ته ماتې ورکړه.
دا لوبه چې د ویتنام په کوربتوب ترسره شوه، افغان لوبډله وتوانیده پنځه د دوو پر وړاندې ویتنامي لوبډلې ته ماتي ورکړي.
وړمه ورځ افغان لوبډلې په تمریناني لوبه کې ویتنام ته پنځه د درې پر وړاندې ماتې ورکړې وه.
تمه ده د فوټسال ملي لوبډله له دې بریا وروسته نن شپه په دوو لوبو کې چې د تایلنډ په وړاندې دي دغه هېواد ته سفر وکړي.
دا لوبې د۲۰۲۶کال په اسیا جام سیالیو کې د چمتوالي په موخه ترسره کیږي.
له افغانستان سره د جاپان نولس نیم میلیونه ډالره مرسته
جاپان اعلان وکړ چې له افغانستان سره نولس نیم ملیون ډالره نوې مرسته کوي.
دا خبره په کابل کې د جاپان سفیر کینیچي ماساموتو د طالبانو د حکومت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو له وزیر مولوي عبدالکبیر سره د کتنې په مهال کړې.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د جاپان د سفیر له قوله راپور ورکړی چې ویلي یې دي، دا مرسته د افغانستان له خلکو سره د جاپان د مرستو د لړۍ یوه برخه ده۔
په همدې حال کې، ایټالیا هم له افغانستان سره د ۲،۵ میلیونه یورو چې څه کم درې ملیونه ډالر کیږي، د نوې مرستې اعلان کړی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د دوشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې له ایټالیا څخه د افغانستان له بشري صندوق سره د دې مرستې له امله مننه کړې او ویلي یې دي چې د دې صندوق دوامداره ملاتړ د بیړنیو حالاتو پر وړاندې د غبرګون او د هغو کسانو د ساتنې توان پیاوړی کوي چې له تر ټولوزیات له خطر سره مخ دي۔
دا په داسې حال کې ده چې اوچا مخکې ویلي وو، روان میلادي کال کې به شاوخوا ۲۱،۹ میلیونه کسان په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا ولري۔
اوچا د ۲۰۲۵ کال د دسمبر په وروستیو کې هم اعلان کړی و چې افغانستان به په ۲۰۲۶ کال کې د نړۍ له سترو بشري بحرانونو سره مخ شي، داسې بحراني وضعیت چې د دې هېواد خلک له ساړه ژمي، پراخې بې وزلۍ او د اسانتیاوو له کمښت سره مخامخ کوي۔
افغانستان د ویسټ انډیز په وړاندې په کرکټ کې بریا خپله کړه
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ویسټ انډیز په وړاندې لومړۍ شل اووریزه لوبه وګټله.
دا لوبه بېګا په دوبۍ کې وشوه.
افغان لوبډلې د ویسټ انډیز لپاره د ۱۸۲ منډو هدف ورکړی وو. ویسټ انډیز په شلو اورونو کې ۱۴۳ منډې وکړای شوې. افغانستان لوبه د ۳۸ منډو په توپیر وګټله او د ویسټ انډیز په وړاندې د دریو لوبو دا سیریز یې په یوې بریا سره پيل کړ.
اخوا تمه ده سبا د افغانستان د نولس کلنو د کرکټ ملي لوبډله په نړیوال جام کې له تانزانیا سره مخامخ شي۔
د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډلې تردې مخکې په خپل ګروپ کې ویسټ انډیز او جنوبي افریقا ته ماتې ورکړې.
په دې توګه، دا مهال د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلونو کم عمره ملي لوبډله د نړیوال جام د ډي ګروپ په جدول کې په لومړي مقام کې ده۔
دا نړیوال جام د زیمبابوې او نامیبیا په ګډ کوربتوب پیل شوی.
د افغانستان، ویسټ انډیز، جنوبي افریقا او تانزانیا لوبډلې په ډي ګروپ کې سیالۍ کوي.
یوې افغان مېرمنې زرقا یفتلي د "زاید د انساني اخوت" جایزه وګټله
د جایزو د دغه سازمان په رسمي پاڼه کې د خپرې شوې اعلامیې له مخې، د ۲۰۲۶ کال د انساني ورورګلوۍ لپاره د زاید جایزې ګټونکې د دوشنبې په ورځ (د جنوري ۱۹مه) اعلان شوې.
په اعلامیه کې ویل شوي زرقا یفتلي چې یوه زړوره او ژمنه ښځه ده د ښځو او ماشومانو لپاره د زده کړې د حق غوښتنې، په افغانستان او له هغه ورهاخوا تر یو لکو زیاتو کسانو ته د تعلیمي زمینې او رواني ټولنیز ملاتړ د چمتو کولو له امله ستایل شوې ده.
زرقا یفتلي ویلي چې د ۲۰۲۶ کال د ګټونکې په توګه د هغې انتخاب د افغان میرمنو لپاره "قوي او معنی لرونکی پیغام" لري.
د انساني ورورګلوۍ/اخوت لپاره د زاید جایزه یوه نړیواله جایزه ده چې د شیخ زاید بن سلطان النہیان په نوم نومول شوې او هغو اشخاصو یا ادارو ته ورکول کیږي چې د سولې، ګډ ژوند، د انسانانو ترمنځ د ورورګلوۍ، د مذهبونو د خبرو اترو او د انساني وقار لپاره یې غوره ونډه اخیستې وي.
په شهرنو کې چاودنې ځینو کسانو ته مرګژوبله اړولې
نن د کابل په شهرنو سیمه کې یوې چاودنې ځینو کسانو ته مرګژوبله اړولې ده.
په کابل کې د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې چاودنه د کابل ښار د څلورمې حوزې اړوند د شهرنو ګلفروشي کوڅې په یوه هوټل کې شوې او تلفات یې اړولي دي.
هغه لیکلي چې د چاودنې د نوعیت په اړه پلټنې روانې دي.
مخکې د طالبانو په حکومت کې یوې بلې معتبرې سرچینې، چې د موضوع د حساسیت له امله یې د نوم د نه خپرېدو غوښتنه وکړه، ازادي راډیو ته تایید کړه چې ښايي پېښه د ماین د چاودنې له کبله رامنځته شوې وي.
د سرچینې په وینا، چاودنه، چې د کابل په وخت شاوخوا ۳:۰۰ بجې شوې، یو شمیر خلک پکې مړه او ټپیان شوي دي.
دغه طالب چارواکي نور جزییات ورنه کړل.
تر اوسه پورې، هیڅ چا یا ډلې د پیښې مسؤولیت په غاړه نه دی اخیستی.
ګڼو کورنیو رسنیو کې د دې چاودنې اړوند ویډیوګانې او عکسونه هم خپاره شوي.
په شهرنو کې چاودنه شوې؛ رسنیو خلکو ته د مرګژوبلې د اوښتو راپور ورکړی
د کابل په شهرنو سیمه کې نن ماسپیښین یوه چاودنه شوې ده.
د راپورونو له مخې چاودنه د شهرنو په ګلفروشي کوڅه کې شوې.
د طالبانو امنیتي چارواکو لا رسماً د دغه خبر تر لیکلو پورې د یادې چاودنې په اړه معلومات نه دي ورکړي.
ګڼو کورنیو رسنیو کې د دې چاودنې اړوند ویډیوګانې او عکسونه خپاره شوي.
خلکو ته د مرګژوبلې د اوښتې راپورونه هم ورکړل شوي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو ټلویزیون مرستیال هدایت الله هدایت بیا په خپله ایکس پاڼه ادعا کړې چې : «د ګلفروشۍ په کوڅه کې په یوه محلي رسټورانټ کې د کارکوونکو د بې احتیاطۍ له امله د ګاز ډبې چاودنه را منځته شوې.»
د افغانستان او ویسټ انډیز شل اووریزه لوبه
د افغانستان او ویسټ اندیز د کرکټ ملي ټیمونه نن په یوه نړیواله شل اووریزه لوبه کې سره مخ کېږي.
دا لوبه په دوبۍ کې ده چې د افغانستان په وخت به ماښام اوه بجې پیل شي.
افغانستان او ویسټ اندیز تر راتلونکي نړیوال شل اووریز جام مخکې دری شل اووریزې نړیوالې لوبې لري.
د ملي ټيم روزونکي جاناټن ټراټ په خبري کنفرانس کې وویل چې لوبغاړي دغو لوبو ته چمتو دي او د راتلونکي نړیوال جام تر مخه د مورال له پلوه د دغو لوبو ګټل خورا مهمه دي.
اخوا د افغانستان د نولس کلنو کرکټ ملي ټیم پرون ویسټ اندیز ته په نړیوال جام کې لویه ماته ورکړه.
افغان ځوانانو ۲۶۳ هدف ورکړی وو خو ویسټ انډيز په ۱۲۴ اوټ شو.
په دې ترتیب د افغانستان د نولس کلنو ملي ټیم دمګړۍ د نړیوال جام د ډي ګروپ لومړی مقام لري.
دوی په خپله اولنۍ لوبه کې جنوبي افریقا ماته کړې وه.
د کریکـټ د U-19 په نړیوال جام کې نن درې لوبې کیږي
د کرکټ د نولس کلنوکم عمره لوبډلو د نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې نن دوشنبې درې لوبې ترسره کیږي.
پاکستان له اسکاټلنډ، سریلانکا له ایرلنډ او جنوبي افریقا له تانزانیا سره لوبې کوي. په دې نړیوال جام کې چې لوبې یې نامیبیا او زیمبابوې کې ترسره کیږي، د افغانستان لوبډلې پرون یکشنبې خپله دوهمه لوبه چې له ویسټ انډیزسره وه، د ۱۳۶ منډو په توپیروګټله.
له دې مخکې افغانستان خپله لومړۍ لوبه له جنوبي افریقا څخه هم ګټلې وه. په خپل ګروپ کې د افغانستان دریمه لوبه د راتلونکې چهارشنبې په ورځ له تانزانیا سره ده.
افغانستان چې په خپل ګروپ کې یې تراوسه دواړه لوبې ګټلي دي د ګروپ تر ټولو لوړ مقام کې دی .