د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه د پاکستان په کراچۍ بندر کې د اور لګېدنې له امله افغان سوداګرو ته د زیانونو د اوښتو خبر ورکوي.
د دې خونې مسول خان جان الکوزي ازادي راډيو ته وویل چې د لومړنیو معلوماتو له مخې د افغان سوداګرو لږ ترلږه اته کانټینره مال سوځېدلی، خو په وینا یې د اوښتي زیانونو د دقیقو معلوماتو لپاره اوس مهال د افغانستان د سوداګریزې اتشې په مشرۍ یو پلاوی سیمې ته رسېدلی دی:
«له بده مرغه په کراچۍ بندر کې د اور لګېدنې له امله چې ټول ۳۰ کانټینرونه سوځېدلي، د افغان سوداګرو هم اته کانټینرونه شامل دي، خو د زیان دقیق شمېر یې نه دی معلوم.»خان جان الکوزی
هغه زیاته کړه: «د دې لپاره یو پلاوی ټاکل شوی او دغه راز هلته په کراچۍ کې د افغانستان سوداګریزه اتشه هم سیمې ته رسېدلی تر څو معلومه کړي چې د زیان اندازه څومره ده.»
نوموړي ټینګار وکړ چې دا لومړني معلومات دي او لا هم د دغو افغان سوداګریزو او ټرانزیټ مالونو سرنوشت نه دی معلوم او که وضعیت همداسې دوام وکړي په راتلونکي کې هم ضایعات رامنځته کېدای شي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د ټولو لارو تر بندېدو وروسته د راپورونو پر بنسټ په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو زرګونه کانټینرونه بند پاتې دي، داسې مهال چې د روانې جنورۍ په ۱۳مه د پاکستان د سوداګرۍ وزارت خبر ورکړ چې دغه افغان ټرانزیټ او سوداګریز توکي چې د کراچۍ او ګوادر بندرونو په ګډون د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې بند پاتې دي، مالکان یې کولای شي چې بېرته یې صادر کړي.
خو یو شمېر افغان سوداګرو هغه مهال ازادي راډيو ته ویلي و چې د دغه مالونو بېرته صادرول او د ایران له لارې افغانستان ته رسول لګښتونه لوړوي.
په همدې حال کې یو شمېر افغان سوداګر هم وايي د کراچې په بندر کې د دوی د ځینو توکو کانټینرونه سوځېدلي دي.
د غوړیو د صادراتو یو افغان سوداګر سردار احمدزي ازادي راډيو ته وویل:
«د بورې کانټینر په کې سوځېدلي دي، د درملو کانټینرونو ته پکې زیان رسېدلی، دغه راز د برقي سامان الاتو کانټینرونه هم زیانمن شوي، زما خپله هم کانټینرې هلته بند پاتې دي او ډېر پکې زیانمن شوی یم، افغان سوداګرو ته ډېر تاوان رسېدلی دی، تقریبا ۵ لکه ډالر زیان رارسېدلی دی.»
له دې وړاندې یو شمېر پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې دا اور لګېدنه جمعه د جنورۍ په ۱۶مه رامنځته شوې ده چې له امله یې ۲۳ کانیټنره مال سوځېدلې دی.
په کراچۍ کې د ازادي راډيو مشال څانګې خبریال نیاز علي خان ته هم ځايي سرچینو تأیید کړې چې په دې شمېر کې ۸ کانټینره د افغان سوداګرو دي، خو د مالي زیانونو په اړه یې څه نه دي ویلي.
ځینو افغان رسنیو بیا د یو شمېر افغان سوداګرو له قوله راپور ورکړی چې په دې اور لګېدنه کې د دغو سوداګرو لسګونه کانټینرونه سوځېدلي دي.
د اور لګېدنې څرنګوالی هم لا په رسمي توګه نه دی اعلان شوی، خو ځینو پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د یو شمېر چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د اور لګېدنې لامل په یوه کانټینر کې د یو برېښنايي سرکټ د شارتۍ له امله و.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تېر ۲۰۲۵ کال د اکټوبر په ۱۰مه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې تر سختو نښتو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې لارې د هر ډول سوداګرۍ او تګ راتګ لپاره وتړل شوې.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له دې وړاندې ویلي و چې د نږدې ۷ میلیارده ډالرو په ارزښت د افغان سوداګرو سوداګریز او ټرانزیټي مالونه په پاکستان کې بند پاتې دي چې له امله یې ورځ تر بلې د سوداګرو مالي زیانونه زیاتېږي.
دغې خونې ویلي چې په دې توکو کې ډېری یې د خرابېدو او له منځه تللو له ګواښ سره مخ دي.
که څه هم د طالبانو او پاکستاني حکومت ترمنځ د رامنځته شویو ستونزو په اړه په دوحه، استانبول او ریاض کې ناستې هم وشوې، خو په ښکاره ډول یې مثتبې پایلې نه درلودې او دغه لارې د افغان کډوالو د ایستلو لپاره له کارونې پرته، لا هم د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې دي.