د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۸

"نی" وايي ۲۰۱۷ د افغان خبریالانو لپاره دوهم خونړی کال و


د افغانستان له ازادو رسنیو نه د ملاتړ اداره یا "نی" وايي، ۲۰۱۷ میلادي کال د افغان خبریالانو لپاره دوهم خونړی کال و.

"نی" ادارې په خپل کلني راپور کې حکومت د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي د ډېریو مواردو لامل پېژندلی دی.

د دې ادارې اجرائیه رئیس مجیب خلوتګر د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۰۷» د دغې ادارې د کلني راپور د وړاندې کولو پر مهال خبریالانو ته وویل، په ۲۰۱۷ میلادي کال کې له دوی سره د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ۱۴۱ پېښې ثبت شوې دي.

ښاغلي خلوتګر دغه‌شان وویل، د خبریالانو په وړاندې په دغه شمېر د تاوتریخوالي مواردو کې ۶۲یې د دولتي چارواکو دي چې تر ډېره سپکاوی، وهل ټکول او د ازادۍ سلبول په‌کې شامل دي.

د نی اجرائیه رئیس مجیب خلوتګر
د نی اجرائیه رئیس مجیب خلوتګر

دی وايي:

"د نی د دفتر د شمېرو له مخې ۶۲ مورده د ملي وحدت حکومت او دولتي چارواکو له‎خوا دي، ۴۲ نور یې د داعش، طالب او د افغانستان د نورو دښمنانو په ګډون د ترورېستانو له‎خوا دي، ۲۶ مورده د ناپېژانده کسانو له‎خوا او ۱۱ مورده نور بیا د رسنیو په سازمان پورې د اړوندو کسانو له‎خوا دي."

ښاغلی خلوتګر وايي، په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي په مواردو کې ۱۴ د وژنې، ۲۳ د ټپي کولو، ۱۴ د بندي کولو، ۲۱ د وهلو ټکولو او ۶۹ د ګواښ موارد شامل دي.

د ښاغلي خلوتګر په خبره، د ۲۰۱۷ میلادي کال په ترڅ کې په رسنیزو بنسټونو څو حملې شوي چې په‌کې د ننګرهار په ملي ټلوېزيون، په کابل کې په شمشاد راډیو ټلوېزيون او په غور ولایت کې په سرحد سیمه‎ییزې راډیو ډله‎ییز بریدونه شامل دي.

کابل کې د شمشاد پر تلویزون وسله واله حمله
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:23 0:00

د ننګرهار ملي راډيو ټلویزون ودانۍ ته ننوتي۴ وسله وال وژل شوي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:42 0:00

​خو د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه د "نی" د کلني راپور تر خپرولو یوازې څو شېبې وروسته په کابل کې په تبیان مرکز کوم چې د د افغنستان غږ یا (اوا) په نوم یو خبري اژانس هم لري، انتحاري حمله وشوه چې لسګونه کسانو ته په‌کې مرګ ژوبله واوښته.

د یادونې وړ ده چې ۲۰۱۶ میلادي کال هم د خبریالانو لپاره خونړی کال ګڼل شوی و چې په‌کې د افغان خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ۱۲۶ مورده ثبت شوي وو.

په ورته وخت کې یو شمېر خبریالان هم له حکومت څخه غواړي چې د دوی د خوندیتوب لپاره هڅې وکړي.

دوه تنه افغان خبریالان رحمت‎الله عسکري او ذوالفقار محمدي یې په اړه وايي:

"د رسنیو په وړاندې تاوتریخوالی په رښتیا چې د اندېښنې وړ دی او زموږ هیله له دولته دا ده چې د خبریالانو ستونزو ته رسیدنه وکړي."

"له بده مرغه د تېر کال په پرتله د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي موارد زیات شوي چې له هرې غاړې دولت او مخالفینو دواړو له‎خوا تاوتریخوالی شوی، زموږ وړاندیز دا دی چې له رسنیو ملاتړ وکړي."

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د جمهوري ریاست نطر هم ولرو، خو ارګ په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.

۲۰۱۷ کال کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ۱۴۱ پېښې ثبت شوي.

خو د افغان ولسمشر دوهم مرستیال او د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې مشر سرور دانش اوونۍ مخکې په کابل کې یوې خبري غونډې ته ویلي و چې حکومت د خبریالانو او رسنیو خوندیتوب خپل مکلفیت ګڼي او په دې برخه کې له تېرو دوو کلونو راهیسې د پام وړ کار شوی دی.

نی وايي، په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي زیاتېدل د بیان ۱۷ کلنه ازادي زیانمنه کړې او حکومت هم په تېرو دغو کلونو کې د خبریالانو د غوښتونو سره سره د دوی د امنیت مسئلې ته جدي پام نه‎دی کړی.

راپور: اجمل تورمان

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG