د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۹

د کندهار د امنيتي ادارو نه د ۲ خبریالانو د نيولو وضاحت غوښتل شوی


په کندهار کې د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو د دې ولايت له امنيتي ادارو څخه د دوو خبریالانو د نيولو په اړه د وضاحت غوښتنه وکړه.

د کلید په نوم د یوې محلي راډيو مسؤل احمدالله څرګند او د بسم‎الله وطندوست په نوم یو بل ځايي خبریال د تېرو دو ورځو راهیسې د ملي امنیت او امنیه قوماندانۍ په توقیف کې دي.

په کندهار کې د نی یا د ازادو رسنیو د ملاتړ په یوه بنسټ کې د دې ولایت راټولو شویو لسګونه خبریالانو د کندهار له امنیتي ادارو ملي امنیت او امنیه قوماندانۍ څخه غوښتنه وکړه چې د کلید راډیو د مسؤل احمد‎الله څرګند او د شېبه په نوم د یوې راډيو محلي خبریال بسم‎الله وطندوست د نیول کېدو دلیل روښانه کړي.

په جنوب کې د نی ساحوي دفتر مسؤل عبدالسمیع غیرتمل وايي، احمدالله څرګند چې د تېرې یوې اوونۍ راهیسې د ملي امنیت په توقیف‌خانه کې دی، مرکزي دفتر يې په لومړي عکس‌العمل کې ویلي چې نوموړی د یوې شخصي مسئلې په تور توقیف شوی دی.

د غیرتمل په وینا دولتي چارواکو او خپله د ملي امنیت ادارې تر اوسه د احمد الله څرګند د نیول کېدو دلیل نه‎دی واضح کړی.

غیرتمل دغه‌راز وویل چې د شېبه په نوم د یوې راډيو محلي خبریال بسم‌الله وطندوست دوه ورځې مخکې د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزې د مدیریت له‎خوا لومړی غوښتل شوی او وروسته توقیف شوی چې لا هم امنیه قومانداني د نوموړي خبریال د نیول کېدو په اړه دوی ته قانوني او واضح دلایل نه‎دي وړاندې کړي.

د نی ساحوي دفتر مسؤل عبدالسمیع غیرتمل
د نی ساحوي دفتر مسؤل عبدالسمیع غیرتمل

دی وايي:

"په کندهار کې د شېبه راډیو خبریال بسم‎الله وطندوست او د کلید راډيو پخوانی مسؤل احمدالله څرګند چې د امنیه قوماندانۍ او ملي امنیت له‎خوا نیول شوي دي، د ۷۲ ساعتونو په تېریدو سربېره لا هم د یادو خبریالانو په اړه امینتي ارګانونو لومړني معلومات نه‎دي ورکړي."

وموغوښتل چې د احمد الله څرګند د نیولو په اړه د ملي امنیت ادارې نظر هم واخلو، خو د پرله‎پسې هڅو سره-سره ونه‌توانېدو.

بل‎خوا د کندهار د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي، بسم‌الله وطندوست د سمیع یوسف په نوم د یوه تورن کس په ملاتړ فېس‌بوکي پوسټونه کړي وو.

د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا دُرانی
د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا دُرانی

د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا دُراني ازادي راډیو ته وویل چې په لومړیو پلټنو کې معلومه شوې چې سمیع یوسف نومي د وسله‎والو سره اړیکې درلودې او بسم‎الله وطندوست د نوموړي نیول شوي تورن کس په اړه داسې فېس‌بوکي پوسټونه کول چې خلک‌يې د پولیسو او حکومت پر ضد پارول.

بل‎خوا د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال وایي، د خبریال وطندوست د خوشې کېدو په اړه‌یې له امنیتي ارګانونو سره خبرې کړي او ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر به موضوع حل شي.

دی وايي:

"د وطندوست په اړه زه له امنیتي مسؤلینو سره وغږېدم، ان‌شاءالله مشکل به حل شي، خو تاسې هم په قضاوت کې بیړه مه‌کوئ."

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال
د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال

په عین وخت کې خبریالان او د رسنیو د ملاتړ بنسټونه د خبریالانو دا ډول نیول کېدل د رسنیو د کاروکوونکو په وړاندې تاوتریخوالی بولي.

احمد لودین او صدیق‌الله افغان د ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، که خبریال کومه مطبوعاتي غلطي یا تخطي کوي باید په اړه‌يې د اساسي قانون او د ټولنیزو رسنیو د قانون له‎مخې د تخطیو کمېسیون او د رسنیو مربوطه ادارو ته شکایت وشي.

په جنوب کې د خبریالانو د ملاتړ بنسټونه وايي، په روان کال کې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی.

د دغو ادارو د معلوماتو پر اساس په روان کال کې د جنوب په سطحه د خبریالانو د تاوتریخوالي ۱۰ پېښې له دوی سره ثبت شوي چې له دې جملې څخه‌يې ډېری قضیې د دولتي بنسټونو او چارواکو له‎خوا رامنځته شوي او یوه برخه‌يې د وسله‎والو مخالفینو او غیر مسؤله وسله‎والو ډلو پورې اړه لري.

راپور: محمدصادق رښتینی

XS
SM
MD
LG