د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

دشتي: د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۷۲ قضیې څېړل شوي


د افغانستان د رسنیو او حکومت ګډه کمېټه وايي، په دې وروستیو کې یې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۷۲ قضیې څېړلي او ځینې یې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلې دي.

د دغې کمېټې مسؤلین وايي، یادې کمېټې په دې وروستیو کې د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو پروړاندې د تاوتریخوالي، مرګ ژوبلې، ګواښولو، بندي کولو او داسې نورو غیرقانوني کړنو ۱۷۲ قضیې په دقت سره څیړلي او یو شمېر یې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلې دي.

د یادې کمېټې مرستیال فهیم دشتي د شنبې په ورځ په کابل کې کې په یوې خبري ناسته کې ډاډ ورکړ چې یاده کمېټه په خپلو چارو کې جدي ده او دا ډول قضیې به په مرکز او ولایتونو کې، پرته له ځنډه وڅېړي او پروړاندې به یې قانوني اقدام وشي.

د افغانستان د رسنیو او حکومت د ګډې کمېټې مرستیال فهیم دشتي
د افغانستان د رسنیو او حکومت د ګډې کمېټې مرستیال فهیم دشتي

ښاغلي دشتي د رسنیو او حکومت د ګډې کمېټې د نهمې غونډې د موضوعاتو په اړه وویل:

"۱۷۲ قضیې چې کار پرې شوی، له دې جملې نه د شااوخوا ۴۰ قضیو کار یا خلاص شوی او یا عدلي ادارو ته سپارل شوي دي، په دې کې ۱۵ قضیې د وژنې، دوه د ټپي کېدو، څلور د بندي کولو، ۱۱ د وهلو ټکولو او څلور د سړي تښتونې دي، دا هغه قضیې دي چې ځینې یې عدلي ارګانونو ته سپارل شوي او پر ځینو کار روان دی."

ښاغلي دشتي وویل، په دغو قضیو کې داسې هم شته چې څه باندې ۱۵ کاله پرې تېر شوي او اوس هڅې کېږي چې نتیجه یې نوره ونه ځنډېږي .

ده دا هم وویل، په دې کې د ۶۹ قضیو په اړه د ګډې کمېټې غړو ارګانونو ته دنده سپارل شوې چې ژرتر ژره یې وڅېړي او په اړه یې اقدام وکړي او د ده په خبره، د ۶۰ نورو قضیو څېړل جزییاتو ته اړتیا لري چې کار پرې روان دی.

دا په داسې حال کې ده چې نی یا د افغانستان د ازادو رسنیو ادارې په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې د حکومت له هڅو سره سره د خبریالانو په وضعیت کې بدلون نه دی راغلی.

دغې اداره ویلي چې د روان لمریز کال په لومړیو پنځو میاشتو کې یې د خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالي ۷۵ قضیې ثبت کړې دي.

افغان خبریالان وايي، د افغانستان د رسنیو او حکومت ګډه کمېټه باید د خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالي له عاملینو سره د حکومت د قانوني چلند بېلګې وښيي چې د خلکو باور پرې زیات شي.

د دغو خبریالانو له ډلې حبیب الرحمن ابراهیمي ازادي راډیو ته وویل:

"دوی باید ټولنې ته یوه نمونه وښيي چې موږ د دغه خبریال قضیه تعقیب کړه او دی که شیهد شوی، د ده وژونکی مو محاکمه کړی او څوک چې ټپي شوی، د ټپي کېدوعامل مو محکمې ته راکښلی او زما په څېر چې قرباني شوی، ایا حق مو ورکړی؟"

د افغانستان د ژورنالیستانو د خوندیتوب کېټې ۲۰۱۶ میلادي کال د افغان ژورنالیستانو لپاره ترټولو خونړی کال بللی او له حکومته یې هیله کړې چې د ژورنالیستانو فعالیتونو ته زمینې برابرې کړي.

خوحکومت ویلي چې د خبریالانو ملاتړ ته ژمن دی او د افغانستان د ولسمشر د دوهم مرستیال په مشرۍ یې، د ژورنالیستانو د خوندیتوب کمېټه مکلفه کړې چې په دې برخه کې د هر ډول ستونزو کمولو ته هڅې جاري وساتي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG