د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

نی: د روان کال له پېله خبریالانو ته د ګواښونو ۷۵ قضیې ثبت شوي


د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره يا نی وايي، که حکومت افغان خبریالانو ته د ګواښونو مسئله جدي ونه نیسي، په هېواد کې به د بیان ازادي له خطر سره مخ شي.

د دغه بنسټ رئیس مجیب خلوتګر د يکشنبې په ورځ په کابل کې يوې خبري ناستې ته وویل، د روان کال له پېله دغه ادارې خبریالانو ته د ګواښونو ۷۵ قضیې ثبت کړي دي.

ښاغلی خلوتګر وايي، په اکثرو ولایتونو کې خبریالان د ګواښونو له امله خپل کارونه په سمه توګه نه‎شي ترسره کولای.

د نی بنسټ رئیس مجیب خلوتګر
د نی بنسټ رئیس مجیب خلوتګر

دی وايي:

"موږ په تېرو ورځو کې خبریالانو ته د ګواښونو شاهدان وو، ان تر دې چې په هلمند کې يو خبریال د تهدیدونو له امله هېواد پرېښی او هندوستان ته تللی دی، په سرپل کې خبریالانو ته امنیتي مشکلات پېښ دي، هغوی د والي په دفتر کې دي او له هغه ځایه خپل راپورونه لېږي."

ښاغلی خلوتګر وايي، په دې وروستیو کې خبریالانو ته ګواښونه ډېر شوي او یوازې له یو ولایت څخه دوی پنځه قضیې ثبت کړي دي.

خو دا چې په کومو ولایتونو کې خبریالانو ته ډېر ګواښ موجود دی په دې اړه ښاغلي خلوتګر معلومات ور نه کړل، خو ويې ویل چې زیاتره هغه خبریالان له ګواښونو سره مخ دي کوم چې په ناامنو ولایتونو کې دنده ترسره کوي.

معلوماتو ته نه لاسرسی او کمزوری اقتصاد نورې هغه ستونزې دي چې د دې ادارې په خبره خبریالان ورسره لاس او ګریوان دي.

په ورته وخت کې يو شمېر خبریالان هم يادې موضوع ته په اشارې سره وايي، که حکومت د دوی ستونزو ته پام ونه کړي، دوی به اړ شي چې د خبریالۍ له مسلک مخ واړوي او نورو هېوادونو ته ولاړ شي.

له دې ډلې توفیق صدیقي وايي:

"څو ځلي د راپور جوړونې پر مهال له ګواښ سره مخ شوی یم، دا کار ډېرې منفي اغېزې لري، له دې امله ډېرو خبریالانو خپل مسلک پرېښی او نورو هېوادونو ته کډه شوي چې دې کار د بیان ازادۍ او خبریالانو ته زیات زیان اړولی. "

له دې وړاندې هم د هېواد له بېلابېلو ولایتونو او سیمو څخه خبریالانو ته د ګواښونو راپورونه ورکړل شوي او په ځېنو مواردو کې خبریالان وژل شوي هم دي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې هم په‎خپل شپږ میاشتني راپور کې ۲۰۱۶ میلادي کال د خبریالانو لپاره خونړی او خطرناک کال بللی، خو د نی د ادارې راپور ښيي چې روان کال هم د خبریالانو لپاره له ستونزو خالي نه‎دی.

په ورته وخت کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي وايي، حکومت د خبریالانو د ستونزو هواري ته ژمن دی.

شاه حسین مرتضوي
شاه حسین مرتضوي

دی وايي:

"حکومت د خبریالانو ملاتړ ته ژمن دی، هره میاشت د ښاغلي سرور دانش په مشرۍ د خبریالانو د امنیت د ټينګښت په اړه ناستې ترسره کېږي او په دغو ناستو کې د خبریالانو اړوند په امنیتي او حقوقي مسایلو خبرې کېږي، دلته امنیتي ارګانونه هم شته او دغه مسایل حکومت په ښه توګه څاري. "

خو نی وايي، د دوی د مکررو غوښتنو سره- سره حکومت په تېرو ۱۵ کلونو کې د خبریالانو ستونزو لکه څنګه چې لازمه وه پام نه‎دی کړی.

ښاغلی خلوتګر وايي، که حکومت د خبریالانو د ستونزو د هواري په برخه کې په‎خپلو ژمنو عمل و نه‎کړي، د بیان ازادي چې په تېرو څو کلونو کې يوه مهمه لاسته راوړنه ګڼل کېږي له ستونزو سره به مخ شي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG