افغانستان
ننګرهار کې د دوو تلویزیونونو پر خبریالانو برید غندل شوی
د خبریالانو نړیوال فدراسیون او د افغانستان د خپلواکو خبریالانو ټولنې په ننګرهار کې د دوو تلویزیونونو پر خبریالانو ترسره شوی برید په سختو ټکیو غندلی دی.
دغو دواړو بنسټونو ویلي دي چې د یوه ساختماني شرکت ساتونکو د طلوع تلویزیون خبریال زیارخان او د میوند تلویزیون خبریال سباوون ساحل وهلي دي.
دغه دوه خبریالان د کابل-ننګرهار د لویې لارې د پروژې د کار د ځنډېدو د راپورپه جوړېدو بوخت وو چې برید پرې وشو.
د ننګرهار پولیس وایي چې د دې شخصي شرکت درې ساتونکي له خبریالانو سره د زور زیاتي په خاطر نیول شوي دي.
د ننګرهار ولایت ژمنه کړې ده چې د پېښې تحقیقات به وکړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په پاکستان کې د داعش پر پټنځایونو د حملو په اړه د طالبانو او پاکستان ادعاوې او د خلیلزاد سپارښتنه
په داسي حال کې چې پاکستان په خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د طالبانو له لوری د بې پېلوټه الوتکو د بریدونو ادعا ردوي، طالبانو ته نژدې سرچینې وايي چې د دوی بې پېلوټه الوتکو د خیبر د باړې سیمې په قمبرخېلو کې د داعش مهم پټنځای په دقیق ډول ویشتی او هغه ویجاړ کړی دی.
خو له بلې خوا د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ادعا کړې چې د طالبانو بې پېلوټه الوتکه یې د پاکستان خاورې ته له داخلېدو سره سم د خیبر په شینکو سیمه کې ویشتې ده.
په همدې حال کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د بیا فعالولو غوښتنه کړې ده.
ده دا غوښتنه وروسته له هغه وکړه چې راپورونه خپاره شول چې د افغانستان طالبانو د بې پېلوټه الوتکو په وسیله په پاکستان کې د داعش خراسان (داعش-خ) پر مرکزونو عملیات ترسره کړي دي.
د بې پولې خبریالانو ټولنه: په نړۍ کې د ټولو کډواله شویو خبریالانو نیمايي افغانان دي
د بېپولې خبریالانو سازمان ویلي، هېڅ بل هېواد د افغانستان په اندازه د خبریالانو د وتلو شاهد نه دی.
د بېپولې خبریالانو ټولنې د کډوالو له نړیوالې ورځې سره هممهاله په خپل تازه راپور کې افغانستان د «خبریالانو د جلاوطنۍ نړیوال مرکز» بللی او ویلي یې دي چې د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ لږ تر لږه ۶۷۷ افغان خبریالان د ګواښونو، نیونو یا د مرګ له خطر سره د مخامخېدو له امله اړ شوي چې خپل هېواد پرېږدي.
د راپور له مخې، دا شمېر د هغو ۱۴۶۸ خبریالانو نژدې نیمایي برخه جوړوي چې د بې پولې خبریالانو ټولنې په دې موده کې د خپلو هېوادونو له پرېښودو وروسته ورسره مرسته کړې ده.
راپور زیاتوي چې دغه افغان خبریالان اوس په ۲۸ هېوادونو کې مېشت دي او افغانستان د خبریالانو د جلاوطنۍ په تر ټولو لوی مرکز بدل شوی دی.
د دې ادارې د شمېرو له مخې، په همدې موده کې ۱۶۰ روسي او ۱۰۱ میانماري خبریالانو هم د دې سازمان ملاتړ ترلاسه کړی دی.
د سازمان په وینا، دا شمېرې ښيي چې افغان خبریالان لا هم د رسنیزو فعالیتونو له امله له جدي ګواښونو او محدودیتونو سره مخامخ دي.
په هالنډ کې افغان ترجمانان د دایمي استوګنې ځانګړې استثنا غواړي
هغه افغان ترجمانان چې له هالنډي ځواکونو او حکومتي ماموریتونو سره یې په افغانستان کې کار کړی، غوښتنه کوي چې د اروپايي ټولنې د کډوالۍ د نوي موافقې له مقرراتو څخه دې استثنا شي.
هالنډي رسنیو پرون (جمعه) راپور ورکړ چې، دغو ترجمانانو ته خبر ورکړل شوی چې نور به د پخوا په څېر دایمي پناه او استوګنه نه ورکول کېږي او پر ځای به یې د استوګنې درې کلن اسناد ترلاسه کړي.
ترجمانان وایي چې له هالنډي ځواکونو سره د همکارۍ له امله یې په افغانستان کې امنیت، دندې او راتلونکی له لاسه ورکړی او بېرته ستنېدل ورته ممکن نه دي. دوی زیاتوي چې اوس په هالنډ کې ژوند کوي، مالیه ورکوي او ماشومان یې په هالنډي ښوونځیو کې زده کړې کوي.
دوی د هالنډ له حکومته غواړي چې د خپلو پخوانیو محلي همکارانو پر وړاندې د اخلاقي مسوولیت له مخې دوی ته د استوګنې دایمي او با ثباته حللاره برابره کړي.
د افغانستان او هند د کرکټ ملي لوبډلې د شنبې په ورځ د لوبلړۍ په وروستۍ مسابقه کې سره مخ کیږي
ټاکل شوې ده چې د افغانستان او هند د کرکټ ملي لوبډلې د شنبې په ورځ د درو یو ورځنیو سیالیو په وروستۍ یا درېیمه مسابقه کې مخامخ شي.
د دې لوبلړۍ، چې د هند په کوربه توب پیل شوې، لومړۍ دوې هند ګټلې دي.
د آی سي سي یا د کرکټ د نړیوالې شورا د نورو غړیو لوبډلو پرتله د افغانستان لوبډله له لویو ټیمونو سره د مسابقو لږ چانس مومي خو له دې سره سره د افغانستان ملي ټیم به په اګست میاشت کې له آیرلنډ سره ۵ یو ورځنۍ سیالۍ وکړي.
د افغانستان بانک هېواد ته دسیمې د هیوادونو د اسعارو راوړل منع اعلان کړل
د افغانستان بانک هېواد ته دسیمې د هیوادونو د پیسو راوړل منع اعلان کړل.
د افغانستان بانک ویلي چې د دې اقدام موخه د افغانۍ د ارزښت ساتنه ده، او له صرافانو، سوداګرو، ترانسپورتي شرکتونو او مسافرو یې غوښتي چې د بهرنیو اسعارو له لېږد څخه ډډه وکړي.
د افغانستان بانک ټینګار کوي چې افغانۍ د سیمې د ډېرو هېوادونو د اسعارو په پرتله غوره ثبات لري، او د ملي اسعارو د مقام ساتنه د هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره ضروري ګڼي.
د یادونې وړه چې په وروستیو کلونو کې له پاکستان او ایران څخه په ملیونو افغان کډوال هیواد ته ستانه شوي او ځینو یې ددغو هیوادونو پیسې له ځان سره راوړي دي.
امیرخان متقي د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیالې سره خبرې کړي
افغانستان کې د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزارت وايي چې بهرنیو چارو وزیر د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیالې سره ټیلیفوني خبري کړي دي.
اعلامیه وايي دامیرخان متقي او په سیاسي او د سولې دټینګښت چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې، روزمیري ډیکارلو ترمینځ خبرو کې اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو د رسولو او د مرستو د بهیر د لا اغېزمنتیا په اړه بحث وشو.
اعلامیه زیاتوي چې میرمن ډیکارلو د طالبانو د حکومت له لورې د بشري فعالیتونو لپاره د برابرو شویو اسانتیاوو او همکاري قدرداني کړې او د یوناما په تړاو د وروستیو پرمختګونو په اړه یې معلومات شریک کړل.
د یادونې وړ ده د ملګرو ملتونو امنیت شورا خپله وروستۍ غونډه کې افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت ، یوناما ، دیوه کال په مخه تمدید کړ او له طالبانو وغوښتل چې د ملګرو ملتونو په ښځینه افغان کارکوونکو محدودیتونه لیرې کړي ترڅو وکولای شي خپلو دفاترو ته تګ راتګ وکړي.
د بشري حقونو یوه ډله په ایران کې د یوه بل افغان د اعدامیدو خبرورکوي
د ایران د بشري حقونو یوه ډله په ایران کې د یوه بل افغان د اعدامیدو خبرورکوي.
د حال وش په نوم د ایران د بشري حقونو څارونکې ډلې د پنجشنبې په ورځ د غبرګولي په ۲۸ پرخپله ایکسپاڼه کې لیکلي، دغه افغان چې د مخدره موادو اړوند جرم پخاطر څلورکاله مخکې نیول شوی او د انقلابي محکمې له خوا په اعدام محکوم شوی و، د زاهدان په زندان کې اعدام شو. د خبرپاڼې له مخې د اعدام شوي افغان نوم عبدالله جلالي ښودل شوی او ویل شوي چې هغه د افغانستان د نیمروز ولایت د خاشرود ولسوالۍ اوسیدونکی وو. د دې بنسټ په خبره په دې وروستیو کې د افغانستان یوشمیرزیات اتباع د ایرانیانو منجمله بلوڅانو ترڅنګ د ایران په زندانونو کې اعدام شوې دي. پردغو اعدامونو د بشري حقونو ډلو تل انتقادونه کړي دي.
د طالبانو حکومت: روانه اونۍ ۴۸۵ نور افغانان د پاکستان له زندانونو آزاد شول
د طالبانو د حکومت د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت روانه اونۍ د پاکستان له زندانونو د په سلګونو نورو افغان بندیانو د خوشې کیدو خبر ورکوي. دې وزارت د پنجشنبې په ورځ د غبرګولي په ۲۸ پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې په روانه اونۍ کې د پاکستان له زندانونو ۴۸۵ تنه افغان کډوال له ازادیدو وروسته د تورخم او سپین بولدک د دروازو له لارې هیواد ته راستانه شول. ویل شوي چې ۴۷۵ د تورخم او ۲۸ نور د سپین بولدک له لارې راستانه شول او د لازمو مرستو له ترلاسه کیدو وروسته خپلو اصلي سیمو ته ولیږدول شول. د پاکستان له زندانونو د افغان کډوالود خوشي کیدو له بهیرسره هممهاله په هغه هیواد کې د بې اسناده افغان کډوالو د نیولو بهیرهم دوام لري.
ټرمپ وایي، ښایي وکولای شي له افغانستانه امریکایي وسلې او تجهیزات وباسي
د امریکا ولسمشرډونالډټرمپ یوځل بیا ټینګاروکړ چې له افغانستان څخه به پاتې ټول امریکایي پوځي وسایل او وسلې وباسي.
د فاکس نیوز د راپورله مخې ولسمشرټرمپ دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ په فرانسه کې د جي اوه سرمشریزې ترڅنګ په یوه خبري کنفرانس کې وکړې چې ترډیره له ایران سره د هوکړې او د هغه هیواد د اټومي پروګرام په اړه پرپوښتنو او ځوابونو متمرکزو. ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، ښايي دی وکولای شي هغه تجهیزات بېرته ترلاسه کړي چې د امریکا پوځ په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د جو بایډن (پخواني ولسمشر) د وتلو پر مهال پرېښي وو.
هغه یوځل بیا د بایډن د بهرنۍ پالیسۍ پر کړنو نیوکې وکړې او د پخواني ډیموکرات ولسمشر پریکړې ته په اشاره یې وویل هغه پریکړه وکړه چې له افغانستانه ووځي او لسګونه پوځي الوتکې، زرګونه ځمکني وسایط او له ۳۰۰,۰۰۰ څخه زیاتې وسلې پرېږدي.
د امریکا دفاع وزارت د ۲۰۲۲ کال په جون کې، اټکل وکړ چې د ۷،۱۲ میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات د طالبانو لاس ته لویدلي.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵ په داسې حال کې چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیرلا بشپړشوی نه وو، کابل ونیو.
د ازبکستان ولسمشر: ټرانسافغان رېللارې به جنوبي بندرونو ته مستقیمه لاره پرانیزي
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د تاشکند د پانګونې په پنځم نړیوال فورم کې ویلي چې هېواد یې د ټرانسافغان رېللارې پر پروژه په فعاله توګه کار کوي. د هغه په وینا، دغه دهلېز به د سیمې هېوادونو ته جنوبي سمندري بندرونو ته مستقیم لاسرسی برابر کړي او اسیا به له اروپا سره ونښلوي.
افغانستان، پاکستان او ازبکستان په ۲۰۲۱ کال کې د ۵۷۳ کیلومتره اوږدې رېللارې د جوړولو هوکړهلیک لاسلیک کړی و. د پروژې اټکلی لګښت ۴.۸ میلیارده ډالر ښودل شوی او موخه یې د سیمهییزې اقتصادي نښلونې پیاوړتیا ده. روسیې هم په دې پروژه کې د ګډون لپاره چمتووالی ښودلی دی.