د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۵

د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر تېر ۶ میاشتني راپور اندېښنې


د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۷۳ پېښې ثبت کړي چې دا تر ټولو لوړ رقم دی او کمېټه‌یې سخته اندېښمنه کړې ده.

دغه کمېټه وايي، د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی په تېرو ۱۶ کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی.

د دغې کمېټې رئیس نجیب شریفي د سې شنبې په ورځ له خبریالانو سره د تېرو شپږو میاشتو د راپور د شریکولو پر مهال وویل چې د خبریالانو د قتل او ټپي کېدو په ګډون‌یې ۷۳ د تاوتریخوالي بېلابېلې پېښې ثبت کړي.

ښاغلي شریفي زیاته کړه:

"په دغې موده کې د وژنې ۱۰، د ټپي کېدو ۱۲، د وهلو او ټکولو ۱۹، د سپکاوي او ناسم چلند ۵ او له دندې له سپکاوي سره د ایستلو ۳ مورده ثبت شوي دي."

ښاغلي شریفي زیاته کړه چې په لومړي قدم کې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالي کې حکومتي امنیتي ځواکونه، په دوهم قدم کې وسله‌وال طالبان او داعش او په درېیم قدم کې د پارلمان استازي، د ولایتي شورا غړي، والیان، زورواکي او ناپېژانده کسان ښکېل دي.

نجیب شریفي همدا شان وویل چې ختیځ زون او د کابل زون چې شمالي ولایتونه هم په‌کې راځي، د خبریالانو پر وړاندې په‌کې زیات تاوتریخوالی ثبت شوی دی.

د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي تر ټولو خونړۍ او ناوړه پېښه شااوخوا دوه میاشتې وړاندې د ننګرهار په ملي راډیو ټلوېزیون د داعش حمله وه چې خبریالانو ته‌یې مرګ ژوبله واړوله.

افغان خبریالان د دغې کمېټې نوي ثبت شوي ارقام د اندېښنې وړ بولي، خو وايي چې له ثبت شويو ارقامو څخه تاوتریخوالی څو چنده زیات دی.

دوو تنو خبریالانو په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"حبیب وقار یم د کلید راډیو خبریال، د خوندیتوب کمېټه چې کله راپور ورکوي، دوی نه‌شي کولای ټول هغه تاوتریخوالی چې له خبریالانو سره کېږي، ثبت کړي. په نا امنه سیمو کې خبریالانو سره زیات ناوړه چلند کېږي."

"نجیبه زمان یم، د شېبه راډیو خبریاله، هغه ارقام چې دوی وړاندې کړل، له هغې زیات تاوتریخوالی شوی، په کابل کې هم له خبریالانو سره تاوتریخوالی کېږي."

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې دغه شپږ میاشتني راپور کې راغلي، ډېری رسنۍ د خپلو کارکوونکو امنیت او خوندیتوب ته لازمه پاملرنه نه‌کوي او لا هم په افغانستان کې خبریالان دننه په رسنیزو ادارو کې له ستونزو سره مخ دي.

په همدې راپور کې یادونه شوې چې افغان حکومت د اطلاعاتو د راټولونې لپاره منظم او معیاري سېسټم نه‌لري او خبریالانو ته په خپل وخت لازم او د سمو ارقامو په ورکولو کې پاتې راغلی دی.

راپور: رحمت‎الله افغان

XS
SM
MD
LG