د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

نی: دیني او قومي مسایلو ته لمن وهونکو رسنیو سره به قانوني چلند وشي


د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې مشر مجیب خلوتګر
د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې مشر مجیب خلوتګر

د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ اداره یا «نی» وایي، له‎دې وروسته که خبري رسنیو او د اړوندو رسنیو خبریالانو په خپلو راپورنو کې، دیني، مذهبي او قومي مسایلو ته لمن ووهله، له قانوني چلند سره به مخ شي.

د دغې ادارې مشر مجیب خلوتګر د دوشنې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، په دې ورستیو کې، په افغانستان کې یاد مسایل او په ټوله کې د نفاق اچولو هڅې ډېرې شوي چې باید مخه‎یې ونیول شي.

ښاغلي خلوتګر وویل:

"که چېرته رسنۍ او یا د رسنیو او رسنیزو ټولنو اړوند خبریالان له‎دې وروسته په هر دلیل چې وي، د خپلو خبري اطلاعاتو په ورکولو کې د خلکو مذهبي، دیني او قومي مسایلو ته لمن ووهي، دا سرغړونه حسابېدای شي."

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې یو شمېر قومي مشرانو، مدني بنسټونو او فعالانو هم یو شمېر رسنۍ په دې تورنې کړې وې چې قومي او مذهبي مسایلو ته لمن وهي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم رسنیو ته په یوه لېږلي خبرپاڼه کې له دوی غوښتي چې د نفاق اچولو له ټولو موضوعاتو ډډه وکړي، که نه نو، له قانوني چلند سره به مخ شي.

د افغانستان د قوانینو له‎مخې، رسنۍ باید بې‎پرې او ملي ګټو ته ژمنې وي.

په ورته وخت کې، یو شمېر افغان خبریالان وایي، د یو شمېر رسنیو مسؤلین خبریالان هڅوي چې په خپل راپور کې دیني، مذهبي او قومي مسایلو ته ځای ورکړي.

دوی زیاتوي:

"زما نوم سلیم تلاش دی، البته په یو شمېر اساسو شرایطو کې چې کوم خبرونه نشرېږي، ملي ګټې په‎کې زیانمنېږي، بدبختانه یو شمېر رسنۍ شته چې مسؤلین یې ورته امر کوي چې راپور یو اړخېز نشر کړي."

"عبدالرحیم عاصم یم، یو شمېر رسنۍ شته چې خپل خبریال دې ته اړ باسي چې خپل راپور داسې ولیکي چې یو ډول قومي، مذهبي او دیني شخړو ته په‎کې لمن ووهل شي."

په افغانستان کې ډېر ځله دا خبره هم شوې چې یو شمېر خصوصي رسنۍ د پردیو په لمسون د دغه‎ شان خپرونو او راپورونو جوړولو ته هڅول کېږي.

په دې اړه دا هم ویل شوي چې دا رسنۍ د همدې پردیو یا یو شمېر بهرنیو هېوادونو له‎خوا تمویلېږي چې خپل اهداف په‎کې مخته وړي.

خو تر اوسه پورې هېڅ یوې ادارې دا نه‌ده ثابته کړې چې کومې رسنۍ په کوم هېواد او یا بهرنیو کړیو پورې تړلې دي او نه یې هم د خپرونو مخه نیول شوې ده.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG