د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۹

اسوشيټېډ پرېس: پاکستان د خبریالانو لپاره د نړۍ تر ټولو خطرناکه هېواد


په پاکستان کې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د مختلفو لورو له ګواښونو سره مخامخ دي.

د خبریالانو د ساتنې ټولنه وایي، له ۱۹۹۲ کال راهیسې په دې هېواد کې په لسګونو خبریالان او د رسنیو کارکونکي وژل شوي دي.

بخشش الهي د پاکستان په هریپور کې له خپل کوره دفترته روان و چې پر موټر سایکل سپاره یوه وسله وال په ډزو وواژه.

رانا تنویر وروسته تر هغې خپل ځان او کورنۍ یوه خوندي ځای ته ولېږدول چې تُندرو اسلامپالو یې د کورپه دراوزه په رنګ ورته د مرګ ګواښ کړی و.

طه صدیقي ته په ټیلیفون د یوې دولتي ادارې له خوا په ډارونکي غږ ویل شوي چې د تحقیقاتو لپاره ورشي، پرته له دې چې علت یې څرګند کړي.

د اسوشيټېډ پرېس خبري آژانس د راپور له مخې دغو درې واړو په پاکستان کې چې د خبریالۍ د مسلک له پلوه یو تر ټولو خطرناکه هېواد دی، د ژورنالیستانو په توګه کار کړی او دوه یې اوس هم کوي.

یوازې د نړیوالو نورومونو له پلوه نه بلکه د پاکستان د خپلو معیارونو له پلوه هم په دې هېواد کې د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو په وړاندې وضعیت ورځ تربلې خرابېږي.

پر خبریالانو د سخت دریځو وسله والو د حملو ترڅنګ هغوی ته د دولتي ادارو او په خپله د پوځ له خوا هم ګواښونه کېږي.

د پاکستان د بشري حقونو د کمېسیون مشره او د بشري حقونو مدافع وکیله اسما جهانګیر وايي، خبریالانو ته یوازې له یوه لوري ګواښ نه کېږي بلکه د مخدره موادو مافیایي او سیاسي بدماشې ډلې هغوي ګواښي.

مذهبي تُندروي یې تهدیدوي. پوځ یي تهدیدوي ان دا چې د هغو کسانو له خوا چې ډېر په فساد کې ښکیل دي، هم هغوی ګواښل کېږي.

خو کله چې د سخت دریځو عناصرو د تهدید مسئله مطرح کېږي، حکومتي ادارې په دې اړه ډېره بې تفاوتي ښیي ځکه دوی هم له دغو عناصرو بیریږي.

د اسوشیټېد پرېس په لیکنه الهي د پاکستان په هریپور ښار کې یو هوډمن څیړنیز خبریال و چې د جون په یوولسمه نېټه د وسله وال کس په ډزو ووژل شو. دغه پېښه د خبریالانو په وړاندې د زور زیاتي وروستۍ بیلګه ده.

د الهي د جنازې مراسم سیمه ییزو خبریالانو په یوه اعتراضیه مراسمو بدل کړل. د هغه مړی یې د ښار په واټونو وګرزاوه، ټرافیک یې بند کړ او عدالت ته د هغه د قاتلانو د را کاږلو غوښتنه یې کوله.

د اسوشیټېډ پرس له راپور سره سم خو په پاکستان کې پر خبریالانو د اکثرو حملو عاملان له تعقیبه معاف دی او قضیې یې اکثره وختونه هم نه څېړل کېږي.

د خبریالانو د ساتنې ټولنه وایي، له ۱۹۹۲ کال راهیسې په دې هېواد کې ۶۰ خبریالان او د رسنیو ۱۰ کارکوونکي وژل شوي دي.

د الهي فیسبوک پاڼه د سیاسي فساد پر ضد د هغه په بربنډو لیکنو ډکه وه او د پاکستان یوه لوی ټلویزیون هم غوښتل چې د هغه پر یوه راپور کار وکړي.

ډېری پاکستاني خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د حکومتي ادارو له خوا نیول شوي دي.

ډېر ځلي د استخباراتو ادارو خبریالان توقیف کړي، هغوی یې شکنجه کړي او ورته ګواښ شوي چې که پر حکومتي ادارو په تېره بیا پر پوځ له انتقادي لیکنو او راپورونو لاس وانخلي مقدساتو ته په سپکاوي به یې تورن کړي، دا هغه تور دی چې سزا یې په پاکستان کې تر اعدامه پورې تعین شوی او پر دې سربېره تورن به د افراطي ډلو له قهره هم خوندي نه وي. دا څرګندونې ډېرو هغو خبریالانو چې حکومتي ادارو توقیف کړي کړې دي.

تېره اوونۍ هم د ټولنیزو رسینو یو فعال د هغو معلوماتو د خپرولو له امله چې هغه د اسلام سپکاوی بلل شوي، په اعدام محکوم شو.

د خبریالانو د خوندیتوب ټولنې د آسیا د برخې مسؤل سټیوین بټلر وایي، دغه حکم ټولو ته د ګواښ پیغام ورکوي او د دې سبب کېږي چې خبریالان خپل ځان په خپله سانسور کړي.

بټلر زیاته کړه، دا واضح ده چې د تحقیقاتي ادارو، څارنوالانو او د پوځ په ګډون چارواکي، خبریالان له نژدې څاري او دې ته اماده چې له سرو کرښو د اوښتو په صورت کې د هغوی په وړاندې سمدستي اقدام وکړي.

د اسوشیټېد پرېس آژانس د راپور له مخې طه صدیقي چې په پاکستان کې د فرانسې ۲۴ ټلویزیون ته د خبریال په توګه دنده ترسره کوي، د تحقیقاتو په فدرالي اداره کې د ترورېزم د ځانګې یوه کس په ټیلیفون ګواښ کړی او هغه یې د تحقیقاتو لپاره ور غوښتی و. صدیقي ته د پاکستان پر پوځ او استخباراتو د یوه وتلي منتقد خبریال په توګه کتل کېږي.

نوموړی چې یو ځل محکمې ته حاضر شوی ورته ویل شوي چې پر پوځ د انتقادي راپورونو په خاطر احضار کړای شوی و.

رانا تنویر په لاهور کې د پاکستان د ایکسپرس ټربیون ورځپاڼې بل خبریال دی چې په دې هېواد کې پر اقلیتونو د ظلمونو په اړه یې ډېر راپورونه برابر کړي دي.

نوموړي ته هم په تېره مې میاشت کې د مرګ ګواښ شوی و او کله چې غوښتل یې په دې اړه پولیسو ته راپور ورکړي، ورته مشوره ورکړل شوې وه چې له رسمي شکایت څخه ډډه وکړي ځکه د ده دا کار به هغه تُندلاري چې ده ته یې د مرګ ګواښ کړی، نور هم په قهر کړي.

تنویر ته چې په تېره بیا په دې هېواد کې د مذهبي اقلیت احمديانو په اړه یې راپورونه برابرول په وروستیو څو کلونو کې ورته څو ځلي د مرګ ګواښونه شوي دي.

نوموړی د جون په نهمه په داسې حال کې په موټر ووهل شو چې پر موټر سایکل سپور و. په دې پېښه کې چې هغه قصدي عمل بلل شوی د هغه یوه پښه ماته شوې ده.

د اسوشیټېد پرېس په وینا رانا د پولیسو له محافظت پرته نن ورځ له خپلې کورنۍ سره په یوه پټ ځای کې اوسي او په دې هم ډاډه نه دی چې بېرته به خپل کارته ستون شي او کنه؟

XS
SM
MD
LG