د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۹

په پېښور کې د یوه خبریال د وژنې پر ضد احتجاجي مظاهره وشوه


په پېښور کې د خبریالانو یوې ټولنې د خېبرپښتونخوا په هریپور سیمه کې د یوه خبریال بخشش الهي د وژنې پرضد احتجاجي مظاهره کړې او له حکومته یې د هغه د وژونکیو د نیولو غوښتنه کړې ده.

بخشش الهي په هریپور کې د یوه اردو ورځپاڼې او ټلویزیون استازی و چې نامعلومو موټر سایکل سپرو وسله‎والو د یکشنبې په ورځ سهار هغه وخت په ډزو وواژه چې له کوره دفتر ته پر لار و.

د دوشنبې په ورځ د پېښور پریس مخې ته د همدغې خبریال د وژنې پر ضد احتجاجي مظاهره وشوه چې د پېښور او خېبر پښتونخوا بېلابېلو سیمو ګڼ شمېر خبریالانو په‎کې برخه اخیستې وه او له حکومته یې د بخشش الهي د وژونکو د نیولو او د خبریالانو د ژوند د خوندیتوب لپاره د جدي اقداماتو غوښتنه کوله.

مظاهره کوونکو په لاسونو کې د بخشش الهي د وژنې پر ضد لیکلي بېنرونه نیولي وو او همدا شان یې د خبریالانو د ژوند د ژغورلو لپاره د "خبریالان وژغورئ" نعرې وهلې.

د دغې احتجاجي مظاهرې یو ګډون‎وال وايي چې بخشش الهي له چا سره دښمني نه درلوه بلکې د خپل مسلک له امله وژل شوی دی:

"د خپل فرایضو ورکولو دران هغه شهید کړی شوی دی. د هغه هېڅ قسم چا سره دښمني نه‎وه، خو صرف دا چې ده خپل ریپورټنګ کولو."

پاکستان په نړۍ کې د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې د خبریالانو لپاره ډېر خطرناک بلل کېږي او له ۲۰۰۰ میلادي کال راهیسې په‎کې تر دې دمه ۱۱۵خبریالان وژل شوي چې په دغو کې نېږدې ۳۵ خبریالان د خېبر پښتونخوا او قبایلي سیمو اوسېدونکي وو.

یو پېښور مېشتي خبریال سیف الرحمان سیفي چې په دغه مظاهره کې یې برخه اخیستې وه، په پاکستان کې د خبریالانو د وژنې دغې لړۍ ته په اشاره له حکومته غواړي چې د خبریالانو د ژوند د ژغورلو په لړ کې دې جدي اقدامات وکړي.

نوموړی تور لګوي چې حکومت تردې دمه د خبریالانو د ژوند د خوندیتوب په لړ کې هغه ډول اقدامات نه‎دي کړي، لکه څنګه چې په‎کار دي:

"دلته چې دی اوسه پورې ۳۴ صحافیان یادېږي چې هغه قتل کړی شوي دي چې هغه کې د صوبې او فاټا ملګري هم دي. په ټول ملک کې په تېرو ۱۴ـ۱۵ کلونو کې سلو نه زیات صحافیان نښه کړی شوي دي. د دې مختلف وجوهات دي، خو بنیادي وجه همدغه ده چې کوم صحافت دی ازادي باندې نو صحافیانو ته د خپل کار په حواله خوندیتوب نشته. نو موږه دا وایو چې د صحافت لپاره چې دا ملک دومره خطرناک دی، نو د دې لپاره د خصوصي اقداماتو ضرورت دی، کوم چې حکومت تراوسه نه‎دي کړي."

که څه هم له یوې خوا د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د بخشش الهي د وژنې پرضد خبریالانو احتجاجي مظاهرې کړي دي، نو له بلې خوا د دغه هېواد د بشري حقونو کمېسیون HRCP هم د دغه خبریال وژنه غندلې ده.

یاد کمېسیون د دوشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خبرولوپه پاکستان کې د خبریالانو پرګواښلو او پر هغوی د بریدونو په ډېرېدا اندېښنه ښودلې او له حکومته غوښتي چې د خبریالانو د ژوند د خوندیتوب لپاره دې عملي اقدامات وکړي او د بخشش الهي وژونکي دې ژر تر ژره د قانون منګولو ته د وسپاري.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG