د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۱

"د پيښور – کوهاټ ترمنځ لویه لاره د افغانانو پر مخ نه ده تړل شوې"


په پښتونخوا کې افغان او پاکستاني مقاماتو هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې د پيښور – کوهاټ ترمنځ لویه لاره یې یواځې د افغانانو پرمخ تړلې.

په کوهاټ کې د کمیشنرۍ یوه عالي رتبه مقام په تیلیفون ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه لاره د کربلا پيښې د څلويښتۍ د مراسمو په لړ کې د ټولو بهرنیو اتباعو پر مخ تړل شوې ده.

دغه چارواکی وايي، دا چې په هنګو، کوهاټ، پاړه چنار او څيرمه سیمو کې په دې ورځو کې شیعه ګان ځانګړي مراسم ترسره کوي نو له همدې امله هر کال په دې ورځو کې دغه ډول بندیز لګولی کیږي، چې یواځې د دوو یا درېيو ورځو لپاره وي.

په پيښور کې د افغانستان جنرال کونسل سید محمد ابراهیم خیل هم ازادۍ راډيو ته وویل، چې دصوبې امنيتي مقاماتو له وړاندې په دې باب دوی ته خبر ورکړی و او ورته ویلي يې وو چې دا بندیز به یواځې د څو ورځو لپاره وي.

نوموړي په دې باب په رسنیو کې خپاره شوي راپورونه بې اساسه وبلل چې ګواکې امنيتي ددې لارې په اوږدو کې افغانان ځوروي.

نوموړي غوښتنه وکړه، چې خبریالان باید د حقایقو برعکس راپور خپور نه کړي ځکه چې د ستونزو راولاړیدو سبب کیږي.

پخواني معلومات:

د پېښور او کوهاټ تر منځ دوه سوه افغانان حصار دي.

پېښور ته نژدې د کوهاټ له ټونل سره د موټرو په يوه ولاړ کاروان کې يوه افغان افسر احمدزي ازادۍ راډيو ته خبر ورکړ، چي دوي له بېګا شپې راهيسې پوليسو درولي دي او يوې خواته يې هم نه پرېږدي.

افسر وايي، په دې کاروان کې شاوخوا دوه سوه پېښور مېشتي افغانان دي او ټول يې قانوني اسناد او مهاجر کارټونه هم لري، خو پوليس يې نه پرېږدي او ورته وايي دوي ته امر شوى، چې افغانان پرې نه ږدي.

له افسر احمدزي سره د ازادۍ راډيو خبريال بارکوال مياخېل خبرې کړي دي:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:16 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG